د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې په وسلوال برید کې ۲ سرتېري ژوبل شوي دي


چارواکی وايي، وسلوالو د ملېشې ځواک پر ګاډي ډزې کړې دي - پخوانی انځور.
چارواکی وايي، وسلوالو د ملېشې ځواک پر ګاډي ډزې کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې په تیرا کې پر امنیتي ځواکونو په برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

د ملېشې ځواک د تیرا رایفلز یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د نومبر پر ۲۹مه د تیرا په ملک دینخېلو کې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي حمله وکړه.

دی وايي، ژوبل سرتېري روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکی زیاتوي چې په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.

دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تیرا رایفلز روانه میاشت وویل چې د تیرا په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد د عملیاتو تیاری بشپړ کړی دی.

د عملیاتو له اعلان راهیسې له سیمې څخهڅه باندې ۳۰۰ کورنیو کډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده. د نومبر پر شپږمه په تيرا کې له وسلوالو سره په نښته کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) هغه مهال ویلي ول چې په وژل شویو کې یو کرنل او درې سرتېري شامل ول.

XS
SM
MD
LG