د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نوې سرشمېرنې پر اساس حلقه بندۍ کوي


د انتخاباتي کمېشن له دې اعلان سره سم، ښايي په راتلونکو درو میاشتو کې و نه شي ـ پخوانی انځور.
د انتخاباتي کمېشن له دې اعلان سره سم، ښايي په راتلونکو درو میاشتو کې و نه شي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سږني کال د سرشمېرنې پر اساس په ګرد هېواد کې د نویو حلقه بندیو پیلولو اعلان کړی دی.

انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه، په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان له ایین او انتخاباتي قانون سره سم اوسنۍ حلقې لغوه کوي او د اګست تر ۲۱مې پورې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو لپاره کمېټي اعلانوي.

کمېشن وايي، د روان کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه به وروستۍ حلقه بندۍ اعلان کړي.

د انتخاباتي کمېشن له دې اعلان سره سم، ښايي په پاکستان کې عام انتخابات د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته په راتلونکو درو میاشتو کې و نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د پاکستان د ګډو ګټو شورا د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.

د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت ویلي ول چې راتلونکي انتخابات باید د سږنۍ سرشمېرنې پر اساس وشي خو په همدې حال کې زیاتره ګوندونو په مني کې پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان تحریک انصاف د کمېشن پرونی امر رد کړی دی او په بیان کې یې ویلي دي چې د سرشمېرنې په اړه د ګډو ګټو شورا د فیصلې پرضد سپریم کورټ ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG