د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر او انتخاباتي کمېشن وايي راتلونکي انتخابات د فبرورۍ پر اتمه کېږي


په کراچې کې انتخاباتي افسرانې د ووټ اچونې بهیر پیلېدو پر مهال - پخوانی انځور.
په کراچې کې انتخاباتي افسرانې د ووټ اچونې بهیر پیلېدو پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د ولسمشر دفتر او انتخاباتي کمېشن موافقه کړې ده چې راتلونکي عام انتخابات به د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د انتخاباتي کمېشن وکیل سپریم کورټ ته وویل چې په هېواد کې عام انتخابات د فبرورۍ پر ۱۱مه کوي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن ویلي دي چې د سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د نومبر پر دویمه په هېواد کې د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړه.

رسنۍ وايي، د انتخاباتي کمېشن وکیل سجیل سواتي عدالت ته وویل چې انتخابات د فبرورۍ پر ۱۱مه کوي.

د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا انتخاباتي کمېشن ته سپارښتنه وکړه چې په دې لړ کې دې له ولسمشر ډاکتر عارف علوي سره مشوره وکړي.

د انتخاباتو په اړه هغه غوښتنلیکونه تحریک انصاف، جماعت اسلامي او د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې دایر کړي ول.

د سپریم کورټ تر اورېدنې څو ساعته وروسته د ولسمشر دفتر په بیان کې وویل چې د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د عدالت په امر له عارف علوي سره لیدلي او ورته یې د نویو حلقو جوړولو او د انتخاباتو لپاره د تیاریو په اړه معلومات ورکړل.

بیان وايي چې تر بحث وروسته ولسمشر او د کمېشن مشر سلا شول چې انتخابات به د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې له ولسمشر سره د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر کولو موافقه کړې ده.

د پاکستان قامي اسمبلي په اګست میاشت ړنګه شوې وه چې تر هغې وروسته له ایین سره سم، باید انتخابات په درو میاشتو کې شوي وای.

خو انتخاباتي کمېشن وويل چې د ایین له مخې باید لومړی له سږنۍ برېښنايي یا ډېجېټل سرشمېرنې سره سم نوې حلقې جوړې کړي.

پخوا کمېشن ویلي ول چې وروستۍ انتخاباتي حلقې د نومبر په پای کې اعلانوي چې تر هغې وروسته به ګوندونه او نوماندان تر شاوخوا دوو میاشتو پورې کیمپېن وکړي او د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به انتخابات وکړي خو اوس یې وکیل ویلي دي چې انتخابات په فبرورۍ کې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG