د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعيت علمای اسلام په پېښور کې د قبايلي او سياسي مشرانو جرګه کوي


د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه په يوه ويډيويي بيان کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو ـ انځور له ارشيفه
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه په يوه ويډيويي بيان کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو ـ انځور له ارشيفه

جمعیت علمای اسلام (ف) نن (د اګست پر څلورمه) په پېښور کې د یوشمېر ګوندونو او قبایلي مشرانو جرګه وربللې ده چې پکې په پښتون مېشته سیمو کې د زیاتې شوې ناامنۍ په اړه بحث کېږي.

د ګوند ویاند عبدالجلیل جان تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې په نننۍ غونډه کې به مشران تر سلا، مشورو وروسته خپله راتلونکې تګلاره ټاکي.

نوموړي زياته کړه، "د ټولو ګوندونو او قبایلي مشرانو یوه [پراخه] جرګه راغوښتل شوې ده. مولانا فضل الرحمان صاحب د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په دې حواله رابطې کړې دي، هغوی ټول به راځي او پر دې به سوچ او فکر کوي چې د پښتونخوا په سیمو کې ولې [د ناامنۍ] واقعات بار، بار کېږي."

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دا جرګه تر هغې وروسته وربللې چې د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې د هغه ګوند د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې خراسان څانګې منلې ده.

مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه په يوه ويډيويي بيان کې د جرګې وربللو د اعلان پر وخت وويل، "په پاکستان کې د پښتنو ټوله سيمه سوځي، هغه که په بلوچستان کې ده او که په خيبر پښتونخوا کې ده. د بلوڅانو سيمه سوځي. تر کراچۍ پورې د فساداتو يوه څپه روانه ده."

نوموړي زياته کړه چې ټول قبايلي مشران او د پښتنو مشرتابه دې کښېني، او د خپلې سيمې په اړه دې فکر وکړي.

د هغه په وينا، تر دې جرګې وروسته به د اګست پر پينځمه او شپږمه د نوموړي د ګوند د مرکزي شورا غونډه هم کېږي.

جمعيت علمای اسلام دا جرګه په داسې حال کې وربللې چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

په پاکستان کې په دا وروستيو هم بېلا بېلو پښتنو ګوندونو پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د هواروي او په ځانګړې توګه د نامنۍ د مخنيوي لپاره جرګې کړې دي چې يوه تر ټولو لويه هغه يې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب د خيبر پښتونخوا په بنو کې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې شوې وه. په هغه جرګه کې د پاکستان له ټولو پښتون مېشتو سیمو سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون او ویناوې کړې وې.

XS
SM
MD
LG