د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ويلي افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ نه کوي


د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر اوومه کې په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره ملاقات کوي.
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر اوومه کې په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره ملاقات کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر "ملاتړ" نه کوي.

د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې مولانا فضل الرحمان په "شخصي توګه" افغانستان ته تللی دی او د پاکستان حکومت یې د سفر ملاتړ نه کوي.

نوموړې وویل، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د مولانا فضل الرحمان د ليدنو په اړه تبصره کول نه غواړي.

هغې البته وویل چې نوموړی به پاکستان ته تر ستنېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکوي.

مولانا فضل الرحمان لا د بلوڅې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو افغانستان ته یې تر تګ مخکې د جنورۍ پر پینځمه، له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له نوموړي سره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان کابل ته تر تګ مخکې ټینګار کړی وو چې د سفر مقصد یې د پاکستان او د طالبان د حکومتونو ترمینځ د بې باورۍ ختمول دي.

ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې مولانا فضل الرحمان به د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکوي - پخوانی انځور.
ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې مولانا فضل الرحمان به د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکوي - پخوانی انځور.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل، چې پاکستان له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره خبرو ته لېواله نه دی ځکه چې د هغې په وينا هغې ډلې په پاکستان کې دننه ګڼ ترهګر بریدونه کړي دي.

نوموړې زياته کړه چې د پاکستان غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د "طالبانو موقت حکومت دې د ترهګرو پر ضد اقدام" وکړي. خو د طالبانو حکومت وايي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت په بلنه د جنورۍ پر اوومه افغانستان ته ولاړ او هلته يې له بېلابېلو طالب چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمينځ پر اړیکو او ترينګلتياوو خبرې وکړې.

د جمعیت مشر پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې له یوې مودې راهیسې د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د یوشمېر موضوعاتو پر سر تعلقات خراب شوي دي.

د هغې له جملې څخه یې تر ټولو مهمه موضوع د ټي ټي پي ډله ده. پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

له طالب مشرانو سره د مولانا فضل الرحمان ملاقاتونه

په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه دفتر يوې سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې مولانا فضل الرحمان کندهار ته تللی دی.

يوشمېر نورو سرچينو بيا بېلابېلو رسنيو ته منلې چې نوموړي په کندهار کې د طالبانو له مشر شيخ هبت الله اخوندزاده سره هم ليدلي دي.

افغانستان ته تر تګ وړاندې مولانا فضل الرحمان مشال راډيو ته ويلي ول چې هغه به په افغانستان کې د طالبانو له مشر سره سم ليده کاته کوي.

د طالبانو حکومت البته له اخوندزاده سره د مولانا فضل الرحمان ملاقات رسماً نه دی تایید کړی او په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر اتمه کندهار ته د جمعيت د مشر تر تګ وړاندې وويل چې مولانا فضل الرحمان او ورسره مل پلاوي د طالبانو د حکومت رییس الوزرا (وزیراعظم) ملا محمد حسن اخوند تر څنګ د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنيو چارو له وزير ملا امير خان متقي او ځينو نورو چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

اخوند د جنورۍ پر اتمه په کابل کې په خپل دفتر کې له مولانا فضل الرحمان او ورسره ورغلي پلاوي سره د لیدو پر مهال وويل چې حکومت یې د "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري" او نه هم چا ته د افغانستان خاوره نورو ته د ګواښ پېښولو لپاره کارېدو ته پرېږدي.

تر دې وړاندې، مجاهد هم د جنورۍ پر اتمه د افغانستان شخصي طلوع نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ويلي ول چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري. "ټي ټي پي هم په افغانستان کې وجود نه لري. دا د پاکستان خپله موضوع ده چې باید یې خپله په خپل هېواد کې حل کړي او خپلو امنیتي موضوعاتو ته هم باید خپله توجه ورکړي."

د افغان کډوالو ستونزه

د جنورۍ پر اتمه، د طالبانو تر واک لاندې ارګ ماڼۍ پر خپله اېکس پاڼه په بیان کې ليکلي ول چې ملا محمد حسن اخوند د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال وویل چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې "له ظالمانه رویې لاس واخلي" ځکه چې دا ډول کارونه د دواړو هېوادونو ترمینځ "مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي."

تر دې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له مولانا فضل الرحمان سره د ليدنې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې له پاکستانه دې د افغانانو د ایستلو عمل ودروي او د کډوالو د ځورولو پر ځای دې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د جنورۍ پر اوومه، د طالبانو تر واک لاندې د ارګ ماڼۍ پر اېکس پاڼه په بیان کې راغلي ول چې مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه چې اسلام اباد دې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ناسم چلند مخه ونیسي، په جبري ډول دې د هغوی د ستنولو بهیر ودروي او ورته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي ول چې مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو "ایستلو پرېکړه غندي" ځکه چې د دواړو هېوادونو ولسونه "ګډ مشترکات لري."

بیان د مولانا فضل الرحمان له خولې زیاته کړې وه چې د پاکستان او د طالبانو حکومتونه باید خپلمینځي ستونزې "د خبرو له لارې حل" کړي، دواړه هېوادونه یو بل ته ګټه ورسوي او له یو بل سره همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمینځ تعلقات

د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د حکومت یو پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی وو او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر ترڅنګ له نورو چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو خبرې وکړې.

د هغه پلاوي مشري د کندهار سرپرست والي او د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال ملا شیرین اخوند کوله چې د طالبانو مشر ته نېږدې کس بلل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر درېیمه ویلي ول چې اخوند ته یې وويل چې د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي تعلقاتو لپاره ضروري ده چې پر ټولو مسایلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي ول چې دواړه خواوې د اړیکو د ښه کولو لپاره د لوړپوړو چارواکو پر سطح د خبرو پر دوام سلا شوې دي.

وزارت له دې پرته نور معلومات نه ول ورکړي خو په اسلام اباد کې سرچینو مشال راډیو ته ویلي ول چې پاکستانیو چارواکو د ملا شیرین اخوند په مشرۍ له پلاوي سره تر ډېره خپلې امنیتي اندېښنې او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر زیاتېدو بحث وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ملاقاتونو کې د شویو خبرو په اړه څه نه ول ویلي خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي ول چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي ول چې په هغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د پیدا کېدو په تړاو بحثونه کېږي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول نو په پیل کې یې له اسلام اباد سره نېږدې تعلقات لرل چې وروسته ساړه شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

د طالبانو حکومت داراز ټینګار کوي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت البته وايي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري هغوی دا هم ویلي چې ګڼ پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

له ناامنۍ پرته د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ د اسلام اباد محدودیتونو او داراز، له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو موضوع هم د دواړو خواوو تعلقات اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG