د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي بريد کې يو ځايي وګړی وژل شوی دی


په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي - انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې وسلوالو يو بل کس په هدفي بريد کې وژلی دی.

د سيمې پوليسو ویاند عبدالروف مشال رېډيو ته وويل چې د فېبرورۍ په دوېیمه وسلوالو د ميرامشا په انغر کلي کې صمدخان نومې يو ځوان په ډزو وژلی دی.

هغه وویل بريدکوونکي تښتيدلي او پوليسو د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د شمالي وزيرستان په ميرلي کې وسلوالو د بنو يو اوسيدونکی وژلی وو.

په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۱۰ هدفي بریدونه شوي دي چې په کې يوشمير کسانو ته مرګژوبله اوړېدلې ده.

د جنورۍ پر ۲۴مه وسلوالو د موسکي اوسېدونکی نورزالي دین په میرلي بازار کې وویشت.

د جنورۍ پر ۲۰ مه په میرلي کې وسلوالو پینځه کسان وژلي ول او د هغوی مړي یې غورځولي ول. د پولیسو په وینا هغه کسان ډریوران ول او له نورو سیمو هلته ورغلي ول.

د جنورۍ پر ۱۸مه په میرلي کې يو ځايي مشر ریس خان په هدفي بريد کې وژل شوی وو.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

تر هغه وړاندې، د جنورۍ پر پينځمه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سرکاري سکول یو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی وو.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه بيا د شمالي وزیرستان په ميرلي‌ کې وسلوالو د پنجاب شپږ کسان وژلي ول.

د پولیسو په خبره، هغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې نایان ول.

تر هغه وروسته، د جنورۍ په درېیمه په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی وو.

په هماغه ورځ د شمالي وزيرستان په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

پر دې سربېره، د جنورۍ پر څلورمه د شمالي وزیرستان په رزمک کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي ول. پر همدې ورځ، په کجورۍ سیمه کې د ځمکلاندې بم چاودنې په نتیجه کې درې ماشومان وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې د ناامنۍ د پېښو تر څنګ هدفي بريدونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان ده. هلته ځينې نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاليت لري.

په اسلام اباد کې د يو څېړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په ټول پاکستان کې تر ۱،۰۰۰ زیات وسلوال بريدونه او د امنيتي ځواکونو کاروایۍ شوې وې چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې د پولیسو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي.

XS
SM
MD
LG