عمر وزیر له شمالي وزیرستانه د مشال راډيو خبریال دی او د هغې سیمې له ورځني حاله مو خبروي.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د موندلو او استخراج شرکت وايي چې هلته یې د ګیسو نوې ذخیرې موندلې دي.
د میرامشا تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان مشال رېډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۴مه وسلوالو په سپلګه سیمه کې یو ځايي وګړی ملول خان وژلی دی. د مشال راډیو د غونډو کړو ارقامو له مخې له تازه پېښې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
د محسن داوړ ورور سعود داوړ، چې يو وکيل دی او په ياده مقدمه کې د داوړ وکالت کوي، د مارچ پر ۱۱مه یې مشال راډيو ته وويل، عدالت د مارچ تر ۲۱مې د محسن داوړ ضمانت منظور کړی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په یو بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر اتمه او نهمه یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول. پوځ وايي چې تر عملیاتو وروسته یې په هم هغه ځای کې څلور نور مشکوک وسلوال هم ووژل.
دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۱۲مه پېښه ده. تر دې مخکې بريدونه په میرلي، ميرامشا او نورو سیمو کې شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.
اېن ډي اېم وايي، امنیتي سرتېرو پر هغه ورځ د محسن داوړ په مشرۍ د انتخاباتي نتیجو بدلولو پرضد پر احتجاجیانو ډزې کړې وې چې پکې څلور تنه ووژل او د داوړ په ګډون ۱۴ ژوبل شول.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډې کولو ته اړ شوي ول.
د فبرورۍ پر ۱۰مه په شمالي وزیرستان کې په ډزو کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ژوبل شوی غړی یوسف داوړ ومړ او د فبرورۍ پر ۲۹مه د میرامشا په درپه خېلو کې خاورو ته سپارل شوی دی. د درپه خېلو اوسېدونکو د داوړ تر جنازې وروسته احتجاج کړی. ویډیويي رپورټ.
ملک نصر الله وزیر وویل، اوسمهال د ۲۹ هغو بندیانو د خوشې کېدو امر شوی دی چې په مختلفو پېښو کې نيول شوي دي.
اېن ډي اېم د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، د محسن داوړ ویډیويي وینا خپره کړې چې پکې نوموړي وویل چې لومړی ورباندې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال برید وشو او بیا د انتخاباتو پر ورځ او تر هغې وروسته د رایو شمېر پرمهال درغلي وشوه.
ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او د شمالي وزیرستان ځينو قبيلو پر محسن داوړ او د هغه د ګوند پر نورو غړو د ډزو پرضد په ميرامشا کې جرګه کړې او وروسته يې احتجاجي لاريون کړی دی.
ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په شمالي وزیرستان کې پر خپل مشر محسن داوړ او نورو غړو د ډزو پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او هلته یې عمومي لارې تړلې دي. اېن ډي اېم په شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ پر یوه او د صوبایي اسمبلۍ په دوو څوکیو له نوي سره د انتخاباتو غوښتنه هم کړې ده. ويډيو رپورټ
د ګوند چارواکو مشال راډیو ته وویل چې مشر یې محسن داوړ د فبرورۍ پر ۱۶مه انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی چې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه دې بیا انتخابات وشي. دا راز هلته پر دوه صوبایي حلقو پي کی ۱۰۳ او ۱۰۴ باندې د بیا انتخاباتو درخواست د فبرورۍ پر ۱۹مه انتخاباتي کمېشن ته سپاري.
په عین وخت کې درپه خېلو ویلي دي چې له اېن ډي اېم سره ګډو مظاهرو ته دوام ورکوي او ګواښ یې کړی دی چې که انتظامیې په ډزو کې د ککړو کسانو پرضد اقدام و نه کړ نو د فبرورۍ پر ۱۷مه په هغه ضلع کې کاربندیز کوي.
د هغه ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې سېکرټر ندیم عسکر د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د امنیتي ادارو پرضد مقدمې دایروي.
د اېن ډي اېم د سیند څانګې مشر محمد شېر مسید په کراچۍ کې احتجاجي غونډې ته په وینا کې د چا نوم یاد نه کړ خو امنیتي ادارې (اېسټيبلېشمنټ) ته یې په اشاره وویل چې د "سولې او جمهوریت" مبارزینو د "غږ ډب کولو" هڅې کوي.
د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
نور وښیئ