د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پنجاب ۶ اوسېدونکي وژل شوي دی


په شمالي وزیرستان کې د امنيت ځواکونو ګاډي روان دي - انځور له ارشیفه
په شمالي وزیرستان کې د امنيت ځواکونو ګاډي روان دي - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په ميرعلي‌کې نامعلومو وسله والو له پنجاب سره تعلق لرونکي ۶ کسان وژلي دي.

پولیس او ځايي خلک وايي، دا برید د جنورۍ د لومړۍ او دویمې نېټې ترمنځ شپه مهال د میرعلي په موسکي سیمه کې شوی دی. د سیمې د پولیسو مشر روښان زېب د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پلټنې یې پيل کړې دي.

د پولیسو په خبره، دغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې یې د ناییتوب کار کاوه. دوی وايي، شپږو واړو هلته سقاوې لرلې چې د شپې نامعلومه کسان ورغلي، هغوی یې تښتولي او بیا په موسکي سیمه کې یې په ډزو وژلي دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې. خو پولیس وايي، د نامعلومو وسله والو په خلاف یې پرچه کټ کړې او پلټڼې روانې دي. د ۲۰۲۳م کال د دیسمبر پر ۲۲مه، د جنوبي وزیرستان په دژه غونډه سیمه کې وسله والو پنځه مزدوران په ډزو وژلي ول. هغوی هلته د پولیسو پوسته جوړوله. خو هغه مزدورانو د وزیرستان وو. د هغو کسانو د وژنې مسوولیت هم چا نه وو قبول کړی.

په ۲۰۲۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې دا لومړی هدفي برید دی. تېر کال (په ۲۰۲۳ کې) دغلته ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې له ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او یا هم چارواکي په نښه شوي ول.

په ۲۰۲۳ کال کې د وسله والو ۶۴۱ حملې

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو ډيره فعاله وسله واله ډله، ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان ده. دلته ځينې نور ترهګرې ګرځول شوې ډلې لکه، حافظ ګل بهادر او نورې هم فعالېت لري.

تحريک طالبان پاکستان د ۲۰۲۳ کال د دیسمبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په دغه کال کې یې ټولې ۶۱ حملې کړې چې پکې ۱۲۳ پوځيانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د يو څيړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول پاکستان کې له زرو (۱۰۰۰) زیاتې د بېلابېلو وسله والو ډلو حملې او د امنيتي ځواکونو کاروایانې شوې دي چې پکې نيږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټيېټوټ د دیسمبر پر ۳۱مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په تېرو دولسو مياشتو کې وسله والو ۶۴۱ حملې او امنيتي ځواکونو له ۴۰۰ زیات عمليات کړي دي. د راپور ترمخه، د تشدد په دغو پېښو کې ټول ۱۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴۵۰ زخميان دي.

په دغو وژل شويو او زخميانو کې ولسي وګړي، امنيتي ځواکونه او بریدګر شامل دي. راپور زیاتوي چې دا د تېر ۲۰۲۲ کال په نسبت ۶۹ فېصده اضافه ښيي.

ډېری حملې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې تر شا یې تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډله، داعش او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې وې.

XS
SM
MD
LG