د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې څلور مشکوک وسلوال وژل شوي دي


شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې څلور وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د جنورۍ پر دویمه په خپور کړي بیان کې ويلي چې د شمالي وزیرستان د سپین وام په شین کوټ سیمه کې يې د وسلوالو د موجودیت په اړه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د جنورۍ پر دويمه کاروايي وکړه چې د یو ځانمرګي برید کوونکي په ګډون یې څلور وسلوال ووژل.

په بیان کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د ترهګرۍ په ګڼو پېښو کې ککړ ول او د یو لوی وسلوال برید پلان یې درلود. خو پوځ نور تفصیل نه دی ورکړی چې وژل شوي مشکوک وسلوال څوک ول او چيرته يې د بريد پلان درلود.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی او نه هم خپلواکه سرچینو د پېښې تصدیق کړی دی.

شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې زیاتې شوي دي.

تر دې مخکې پوځ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۹مه ادعا کړې وه چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې یې پينځه وسلوال وژلي دي.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو ډيره فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. هلته د حافظ ګل بهادر د ډلې په ګډون ځينې نورې وسلوالې ډلې هم فعاليت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG