د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې يو قبايلي مشر په هدفي بريد کې وژل شوی دی


په شمالي وزيرستان کې پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
په شمالي وزيرستان کې پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان په ميرلي کې پوليسو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې ناڅرګنده وسلوالو نن (د جنورۍ پر ۱۸مه) سهار يو بل ځايي مشر په هدفي بريد کې وژلی دی.

د ميرلي تاڼې پوليسو او د ضلعي انتظاميې دوه جلا جلا چارواکو، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو رييس خان سهار وختي د ميرلي په خيسور سيمه کې په خپل کور کې دننه وژلی او بيا تښتېدلي دي.

تر اوسه پر رايس خان د بريد ذمه واري چا نه ده منلې. پوليس وايي د "نامعلومه وسلوالو" پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو پينځمه پېښه ده. تر دې مخکې درې بريدونه په میرلي او يو په ميرامشا کې شوی وو.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

تر هغه وړاندې، د جنورۍ پر پينځمه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سرکاري سکول یو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی وو.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه بيا د شمالي وزیرستان په ميرلي‌ کې وسلوالو د پنجاب شپږ کسان وژلي ول.

د پولیسو په خبره، هغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې نایان ول.

تر هغه وروسته، د جنورۍ په درېیمه په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی وو.

پر همهغه ورځ د شمالي وزيرستان په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا، پر هغه ځکه برید وشو چې د وسلوالو د فعالیتونو غندنه یې کوله.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

پر دې سربېره، د جنورۍ پر څلورمه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي ول. پر همدې ورځ، په کجورۍ سیمه کې د ځمکلاندې بم چاودنې په نتیجه کې درې ماشومان وژل شوي وو.


په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د ناامنۍ د پېښو تر څنګ هدفي بريدونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان ده. هلته ځينې نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاليت لري.

په اسلام اباد کې د يو څېړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په ټول پاکستان کې تر ۱،۰۰۰ زیات وسلوال بريدونه او د امنيتي ځواکونو کاروایۍ شوې وې چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ د ډېسېمبر پر ۳۱مه په خپاره کړي رپورټ کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې وسلوالو ۶۴۱ حملې او امنيتي ځواکونو تر ۴۰۰ زیات عمليات کړي دي. د راپور له مخې، د تشدد په هغو پېښو کې ټول ۱،۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱،۴۵۰ ژوبل شوي ول.

په هغو وژل شويو او ژوبلو کې ولسي وګړي، امنيتي سرتېري او بریدګر شامل دي. رپورټ زیاتوي چې دا د ۲۰۲۲ز کال پرتله په تشدد کې ۶۹ سلنه زياتوالی ښيي.

په پاکستان کې زياتره بريدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې تر شا یې تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډله، اسلامي دولت وسلواله ډله (داعش)، تحريک جهاد پاکستان او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې وې.

XS
SM
MD
LG