د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د يو سرکاري سکول ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی دی


د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سرکاري سکول یو استاد په هدفي حمله کې وژل شوی دی.

د میرلي د پولیسو مشر روښانزیب د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې بېګا په حیدرخېلو کې وسله والو د سرکاري سکول یو استاد یوسف خان پر ډزو ووژلو او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

پولیس وايي چې د نامعلومه وسلوالو خلاف مقدمه درج کړل شوې او د پېښې پلټنې روانې دي.

دا په روان ( ۲۰۲۴) کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو درېیمه پېښه ده. تر دې مخکې هم دواړه ورته حملې په میرلي کې شوې وې.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په ميرلي‌ کې نامعلومو وسله والو له پنجاب سره تعلق لرونکي ۶ کسان وژلي ول.

د پولیسو په خبره، دغه شپږ واړه کسان د پنجاب د ډېره غازي خان اوسېدونکي ول او په شمالي وزیرستان کې یې د ناییتوب کار کاوه. دوی وايي، شپږو واړو هلته سقاوې لرلې چې د شپې نامعلومه کسان ورغلي، هغوی یې تښتولي او بیا په موسکي سیمه کې یې په ډزو وژلي.

د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې. خو پولیس وايي، د نامعلومو وسله والو په خلاف یې پرچه کټ کړې او پلټڼې روانې دي.

په دې سربېره د جنورۍ په درېیمه په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژلی وو. په همدې ورځ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند په مشر محسن داوړ باندې هم برید شوی وو چې نوموړی ترې خوندي وتلی وو.

محسن داوړ وروسته مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي وو چې د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا، پر هغه ځکه برید وشو چې د وسله والو د فعالیتونو غندنه یې کوله. هغه هوډ ښکاره کړی وو چې د پخوا په شان به اوس هم د وسله والو خلاف خپله مبارزه جاري ساتي.

همدا رنګه د جنورۍ په څلورمه نېټه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې دوه پوځي سرتېري وژل شوي ول. په کجورۍ سیمه کې بیا د ځمکلاندې بم چاودنې په نتیجه کې درې شپانه ماشومان وژل شوي وو.

تېر کال په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د بدامنۍ د پېښو تر څنګ هدفي حملې زیاتې شوې دي.

په ۲۰۲۳م کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې له ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او یا هم چارواکي په نښه شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو ډيره فعاله وسله واله ډله، ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان ده. دلته ځينې نور ترهګرې ګرځول شوې ډلې لکه، حافظ ګل بهادر او نورې هم فعالېت لري.

تحريک طالبان پاکستان د ۲۰۲۳ کال د دیسمبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په دغه کال کې یې ټولې ۶۱ حملې کړې چې پکې ۱۲۳ پوځيانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د يو څيړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول پاکستان کې له زرو (۱۰۰۰) زیاتې د بېلابېلو وسله والو ډلو حملې او د امنيتي ځواکونو کاروایانې شوې دي چې پکې نيږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټيېټوټ د دیسمبر پر ۳۱مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په تېرو دولسو مياشتو کې وسله والو ۶۴۱ حملې او امنيتي ځواکونو له ۴۰۰ زیات عمليات کړي دي. د راپور ترمخه، د تشدد په دغو پېښو کې ټول ۱۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴۵۰ زخميان دي.

په دغو وژل شويو او زخميانو کې ولسي وګړي، امنيتي ځواکونه او بریدګر شامل دي. راپور زیاتوي چې دا د تېر ۲۰۲۲ کال په نسبت ۶۹ فېصده اضافه ښيي.

ډېری حملې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې تر شا یې تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډله، داعش او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې وې.

XS
SM
MD
LG