د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې تېر کال تر۱۰۰۰ زیات وسله وال بریدونه او امنیتي عملیات شوي‌


د ۲۰۲۳ز کال په بریدونو پولیس او نور امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. انخور له ارشیفه.
د ۲۰۲۳ز کال په بریدونو پولیس او نور امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. انخور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د يو څيړنيز مرکز راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې له ۱۰۰۰ زیاتې د وسلوالو حملې او د امنيتي ځواکونو کاروایانې شوې دي چې پکې نيږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټيېټوټ د دیسمبر پر ۳۱مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې وسلوالو ۶۴۱ حملې او امنيتي ځواکونو له ۴۰۰ زیات عمليات کړي دي.

د راپور ترمخه، د تشدد په دغو پېښو کې ټول ۱۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴۵۰ زخميان دي. په دوی کې ولسي وګړي، امنيتي ځواکونه او بریدګر شامل دي.

راپور زیاتوي چې دا د ۲۰۲۲ز کال په نسبت ۶۹ فېصده اضافه ښيي.

د راپور له مخې ډېری حملې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې تر شا یې تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډله، داعش او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG