د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ پر قافله ډزې شوې دي


محسن داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی وو ـ پخوانی انځور.
محسن داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی وو ـ پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ د ګاډو پر قافله ډزې شوې دي.

پولیس وايي چې پر محسن داوړ نن (د جنورۍ پر درېيمه) د انتخاباتي کيمپېن پر مهال د میرامشا په تپي سیمه کې ناپیژندل شویو وسلوالو ډزې کړې دي. د پولیسو په وینا په ډزو کې د محسن داوړ په ګډون چا ته زیان نه دی رسېدلی.

ملي جمهوري غورځنګ پر دواړ د برید غندنه کړې او د دې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د غورځنګ صوبایي مشرې بشره ګوهر د جنورۍ پر درېیمه پر اېکس پاڼه په بیان کې ويلي چې د وسلوالو طالبانو په اړه د ریاست ناسمې تګلارې له کبله په وزیرستان او ټوله پښتونخوا کې ترهګري مخ پر زیاتېدو ده.

په بیان کې د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه شوې ده چې د نوماندانو د خوندیتوب په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

پولیس وايي د پیښې راپور يې درج کړی دی او په سیمه کې د لټون عملیات کوي.

تراوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.

د محسن داوړ پر ګاډي د ډزو نښې ليدل کېږي.
د محسن داوړ پر ګاډي د ډزو نښې ليدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات کېږی او د دې لپاره سیاسي ګوندونو هلې ځلې پیل کړې دي. د دې ترڅنګ په سیمه کې د بدامنۍ پیښې هم زیاتې شوي دي.

تر دی وړاندې په ډیره اسماعیل خان کې د جمیعت علماء اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان پر قافله او په باجوړ کې هم پر یو انتخاباتي نوماند ډزې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG