د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکين کې په مارټر ګولې د ښځو ژوبلېدو پېښې پرضد جرګه او احتجاج شوی


جرګې له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملین دې ونیسي: انځور ډېسېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۳
جرګې له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملین دې ونیسي: انځور ډېسېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۳

د جنوبي وزيرستان په مکين کې ځاي خلکو، فعالانو او تاجرانو د هغې پېښې ضد احتجاج کړی دی چې پکې اووه ښځې ژوبل شوې وې.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د سیمې د مشرانو جرګې له پوځي چارواکو غوښتنه وکړه چې د مارټر ګولۍ ویشتو او د اووه ښځو ژوبلولو پېښه کې ککړو سرتېرو خلاف دې مقدمه دایره کړي.

د خالي پر ورځ د مکین په احتجاج کې شریک د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شير زاده مسيد مشال راډيو ته وويل چې بايد د داسي پېښو مخنيوي وشي: " ځايي خلکو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی له مقامي انتظامي او پوځ نه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې مقدمه دې په مکين تاڼه کې درج کړل شي. د دې پېښي پلټني دې وشي او متاثره ښځو ته دې معاوضه ورکړل شي."

په پېښه کې د ژوبل شوې یوې مېرمنې ورور رسول خان مشال راډیو ته وویل: "زما خپله خور ده، ۵۰ کاله یې عمر دی، د بارودو په چرو لګېدلې ده او سختې وینې ترې تللې دي. د پاکستان پوځ ډرون حمله هم کړې ده او د مارټر ګولۍ یې هم ورولې ده. موږ چې درې ګینټې وروسته هغه راواخیسته نو کافي وینه ترې تللې وه."

د سیمې خلک یوه ژوبله مېرمن له غره ښکته کوي: انځور ډېسېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۳
د سیمې خلک یوه ژوبله مېرمن له غره ښکته کوي: انځور ډېسېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۳

خو پوښتنه دا ده چې دغو مېرمنو په غره کې څه کول؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شېرزاده مسید وايي: "زموږ د علاقې دغه روایات دي چې ګهیځ ګهیځ، د سردۍ په موسم کې، زنانه غره ته درومي او د بلولو لپاره لرګي راوړي. نو هماغه اوه مېرمنې په مارټر ګولۍ باندې زخمي شوې دي."

نوموړی وايي له انتظامیې یې غوښتنه دا وه چې د دې پېښې دې فورا اېف اې ار کټ شي او تحقیقات دې وشي. نوموړی وايي، د ژوبلو مېرمنو د علاج غوښتنه هم کوي.

د مکین د تاجرانو د اتحادیې مشر ملک ریاض مسید وايي: "چا چې دغه حمله کړې، هغو ته دې سخته نه سخته سزا ورکړل شي، پهانسي دې ورکړل شي ځکه چې په بې ګناه تورسرو یې حمله کړې ده. "

نوموړی وايي، پر مېرمنو دا ډول د هوان د توغندي برید کول په سیمه کې هېڅ ډول ساری نه لري.

بلخوا د سيمي يو پوليس چارواکي هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې دا مارټر ګوله له کومې لوري ويشتل شوې ده. پوځ هم د پېښي په اړه تراوسه رسماً څه نه دي ويلي.

خو په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې هغه مېرمنې د مکین بازۍ کلي غره ته د لرګو ټولولو لپاره تللې وې، چې د مارټر ګولې ښکار شوې.

نوموړي زياته کړه، په سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید شوی وواو پوځ ځوابي ډزې کولې چې د مارټر ګوله په غره کې هغو ښځو ته نېږدې پرېوته.

خو له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ تور پورې کړی چې په مکین کې امنیتي ځواکونو پر ښځو ډزې کړې دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه ولیکل چې دا د خلکو پر وړاندې د ریاست بې غوري څرګندوي.

XS
SM
MD
LG