د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې ځانمرګي برید او چاودنې ۹ کسان ژوبل کړي دي


د پاکستان امنيتي ځواکونه په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزيرستان کې ۹ کسان زخميان شوي دي چې يو پکې قومي مشر او ۲ پوځيان دي.

د شمالي وزیرستان چارواکيو مشال راډيو ته ويلي‌چې په میرلي کې د جنورۍ پر ۱۵مه، يو ځانمرګي برید شپږ تنه ټپي کړي دي چې دوه یې د پاکستاني پوځ سرتيري او ۴ ولسي وګړي دي. د ضلعي انتظامیې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه درلودلو له کبله د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې برید د امنیتي ځواکونو پر مچي خېلو امنیتي پوسته شوی دی.

د برید ذمه واري د جیش عمري په نامه وسله والې ډلې منلې چې ځان د حافظ ګل بهادر ډلې یوه څانګه بولي. دا په ۲۰۲۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې لومړی ځانمرګی برید وو. په تېر ۲۰۲۳م کال کې په شمالي وزیرستان کې ټول پنځه ځانمرګي بریدونه شوي وو چې ګڼ سرتيري او عام وګړي یې وژلي وو.

په همدې حال کې د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د يو قومي مشر، ملک راز محمد پر ګاډي د سړک غاړې بمي چاودنه او ډزې کړې دي. د اعظم ورسک د پولیسو مشر عثمان مسید د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې برید د تورې ګلې په سيمه کې شوی دی. د هغه په وينا ملک راز محمد او دوه نور کسان زخميان شوي دي.

تر اوسه د دې حملې ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. پولیسو د پخوا په څير يو ځل بیا ويلي‌چې د پېښې پلټنې کوي او بریدګر به نیسي.

په شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستيوو کې د ناامنيوو پېښې يو ځل بیا زیاتې شوې دي. د جنورۍ پر لسمه په ميرامشا کې يو قومي مشر ملک کليم الله وزیر وژل شوی وو. د شمالي وزيرستان ضلعي پوليسو مشر روښانزېب په دغه ورځ مشال راډيو ته وويل چې برید په تپي سيمه کې وشو او د کليم الله تر څنګ پکې د هغه دوه نور ملګري هم وژل شوي دي. تر اوسه پر ملک کليم الله د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

تپې هغه سیمه ده چې د جنورۍ پر درېيمه پکې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو. پولیسو ويلي‌وو چې د دغو ناڅرګندو وسله والو د نيولو کوښښ کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي‌نيولي.

د جنورۍ پر ۱۴مه، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې په يوه جلسه کې د خپلو بندي مشرانو د خوشې کولو د غوښتنې تر څنګ د امنيت لپاره احتجاج وکړ. جلسې ته د وينا په وخت په بنو کې د پي ټي اېم مشر حاجي عبدالصمد وويل چې د پاکستان امنيتي ادارې او حکومت دې پر خراب شوي امنيت سترګې نه پټوي او په وسله والو کې دې ښه او بد نه کوي. د پاکستان حکومت همیشه دا دريځ وړاندې کړی د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د وسلوالو پرضد یې بې توپيره عمليات کړي دي.

XS
SM
MD
LG