د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ ۹ غړي خوشې کړي دي


د پي ټي اېم او دوو نورو ګوندونو غړي د ډېسېمبر پر دویمه په کراچۍ کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد د مظاهرې په مهال.
د پي ټي اېم او دوو نورو ګوندونو غړي د ډېسېمبر پر دویمه په کراچۍ کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد د مظاهرې په مهال.

د کراچۍ يو عدالت د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د نهو غړو د خوشې کولو امر کړی دی.

پولیسو د ډېسېمبر پر دویمه د غورځنګ پر هغو غړو په کراچۍ کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پر ضد تر مظاهرې وروسته مقدمه لیکلې وه.

د پي ټي اېم وکيل قادر خان د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په مقدمه کې لګولي شوي تورونو ثابت نه کړای شول.

هغه کسان د ډېسېمبر پر پينځمه په سهراب ګوټ کې د غورځنګ د مشر منظور پشتين د نيولو پر ضد احتجاجي مظاهرې ته پر لاره ول چې پولیسو ونیول، خو ګرفتاري یې د ډېسېمبر پر دويمه د کراچۍ په ارټېلري ميدان تاڼه کې په دایره شوې مقدمه یې وښوده.

پوليسو د ډېسېمبر پر دويمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غړو او پلویانو د بې اسناده افغانانو ایستلو پرضد مظاهره کړې وه چې تر هغې وروسته پولیسو له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ پورې کسانو پرضد مقدمه درج کړې وه.

د کراچۍ صدر د ارټېلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې هغو کسانو د احتجاج پر مهال د ریاستي ادارو ضد ویناګانې کړې وې او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد پاروي.

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د سيند صوبي مشر صديق اغا د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل د پاکستان حکومت د افغان کډوالو لپاره هر غږ خاموشه کول غواړي او د دوی خلاف جعلي مقدمې جوړوي.

خو د کراچۍ د پوليسو په وينا، مظاهرچیانو د رياست پرضد ويناګانې کړې وې خو د مظاهرې ګډونوالو دا تورونه رد کړي دي.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو مشر محمد الله مسيد مشال راډيو ته وويل د کراچۍ ترڅنګ په ټول ملک د غورځنګ د غړو او پلويانو پر کورنو د پوليسو چاپې روانې دي. هغه تور پورې کړ چې پولیس په "پټو او درواغجنو مقدمو" کې د هغوی پلویان نیسي.

محمد الله مسيد وویل د پي ټي اېم ملګري "هره شپه ځورول" کېږي او پولیس یې په کورونو ورننوځي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران حکومت د نومبر د لومړۍ نېټې نه د بې اسنادو افغان کډوالو د ايستلو بهير پېل کړی دی او تراوسه پورې تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

پښتونخوا ملي عوامي، عوامي نیشنل ګوند، پاکستان قبایل موومېنټ یا غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د افغان کډوالو په زور د ایستلو د پښتنو د ځورونو پر ضد غونډې او مظاهرې کړي دي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې نه ستنوي.

خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

په سيند او ځانګړي توګه په کراچۍ کې افغان کډوال او مدني فعالان تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغان کډوال او عام پښتانه د پېسو لپاره نیسي.

د نومبر پر ۲۱مه د سیند حکومت د افغان کډوالو د ځورولو او له هغوی د پیسو اخیستو پر تور درې پولیس نیولي ول او یو سب انسپکټر تښتېدلی وو.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې وه چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG