د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو په ۱۰ مقدمو کې د پي ټي اېم د مخکښ نور الله ترين ګرفتاري ښوولې ده  


د پي ټي اېم د سیند صوبې مشر نور الله ترین په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د پي ټي اېم د سیند صوبې مشر نور الله ترین په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د سيند صوبې مشر نورالله ترين په ۱۰ مقدمو کې ګرفتاري ښوولې ده.

پولیسو ترين د اکتوبر په میاشت کې د عامه نظم ساتلو قانون د درېیمې مادې چې درې اېم پي او بلل کېږي له مخې نیولی وو او د یوې میاشتې لپاره یې زندان ته استولی وو.

په کراچۍ کې د ترين وکيل قادر خاند نومبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د نوموړي د بند سزا د نومبر پر شپږمه پای ته رسېدله خو پوليسو یې په ۱۰ نورو قضیو کې ګرفتاري وښووله.

بلخوا د غورځنګ د کراچۍ يو مشر محمد الله مسيد مشال راډيو ته وويل چې ترين له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرضد فعالیت کاوه نو ځکه ورباندې پوليسو "د درواغو مقدمې جوړې" کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت په امر د بې اسناده بهرنیو وګړو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د وتلو نېټه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ورسېده چې تر هغې وروسته یې چارواکو په زور د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

خو د کراچې پوليسو يو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم ښوولو په شرط له مشال راډيو سره د نور الله ترين پر ضد د لیکل شویو ۱۰ مقدمو په اړه معلومات شریک کړل.

هغه مقدمې له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په بېلابېلو وختونو کې د کراچۍ په سهراب ګوټ،ګلشن معمار، سچل، ارټېلري ميدان، شريف اباد او سېټي کورټ تاڼو کې درج شوي دي.

نور الله ترين تر دې وړاندې هم څو ځلې پوليسو په بېلابېلو مقدمو کې نيولی او زنداني کړی دی چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شوی وو.

سږ کال په جولای مياشت کې هم نور الله ترین او د هغه یوشمېر ملګري عامه نظم ته د زیان رسولو په تور پولیسو ونیول او بیا یې په عدالتي امر خوشې کړل.

تر هغې وړاندې په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کال کې هم پولیسو ترین او د هغه یوشمېر ملګري نیولي ول چې بیا یې په ضمانت خوشې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پولیسو او امنیتي ادارو په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۳مه پولیسو د د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټۍ غړی فرمان اختر ونیولو. د واڼه ښار د پولیسو د تاڼې اېس اېچ او ربنواز مشال راډیو ته وویل، په فرمان اختر وزیر باندې درې مقدمې دي.

د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور فعالان ونیول شول چې د سېپټېمبر تر ۱۹ مې په زندان کې ول او بیا پر ضمانت خوشې شول.

دا راز د غورځنګ یو شمېر غړي په بېلا بېلو تورونو نیول شوي چې لا هم په زندانونو کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې په وسلوالو کې دې ښه او بد نه ګوري. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG