د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند چارواکو پښتون قامي جرګې ته د غونډې اجازه ور نه کړه


د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشران په سیند کې د پښتنو د ځورونې خلاف غونډې ته وینا کوي ـ د نومبر ۲۳مې انځور.
د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشران په سیند کې د پښتنو د ځورونې خلاف غونډې ته وینا کوي ـ د نومبر ۲۳مې انځور.

په سیند کې د پولیسو او ځايي انتظامیې لخوا د پښتنو د مبینه ځورونې خلاف د سياسي او مذهبي ګوندونو لخوا د پښتنو قامي جرګه درول شوې ده.

د جرګې مشرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې جرګه د حیدراباد په یوه ودانۍ کې وشي او د دې لپاره یې له مرستیال کمېشنره اجازه هم اخیستې وه خو د هغې باوجود پولیسو جرګې ته پرې نه ښودل او د ودانۍ مالک یې هم ګرفتار کړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند مشر سلیم خان ترین مشال راډیو ته وویل چې دوی به خپله مبارزه جاري ساتي او د ډېسېمبر په څلورمه نېټه به خپله کړنلاره ټاکي.

هغه وویل: "د قامي جرګې په نوم مو جرګه په خیدراباد کې راغوښتې وه. بدبختانه سرکار خپله ستغه رویه بیا هم وښودله. خو موږ وایو که سرکار زموږ د پروګرام نن مخه ونیسي، سبا به څه کوي او بل سبا به څه کوي؟ ځکه چې موږ خو به د خپلو حقونو لپاره جرګو ته دوام ورکوو."

د جرګې مشرانو مشال راډيو ته وویل چې د سیند په بېلا بېلو برخو کې پښتانه مزدوران، کاروباریان او نور اوسېدونکي د افغان کډوالو په نوم اوچتول کېږي، د شناختي کارډ د تصدیق لپاره په جیلونو کې ساتل کېږي چې دوی ته د منلو وړ نه دي. دوی د سیند پر حکومت غږ وکړ چې داکار ودروي.

دحیدر اباد ډویژن مرستیال کمېشنر سید خالد حیدر شاه مشال راډیو ته تاییده کړه چې د جرګې اجازت مخکې ورکړل شوی وو خو د امنیتي ادارو د امنیتي اندېښنو له امله د جرګې د نه کېدو پرېکړه وشوه.

اخوا د سیند حکومت او پولیسو په بیا بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازت نه ورکوي چې پښتانه وځوروي. دوی دریځ لري چې یوازې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو ضد کارروایي کوي.

په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د پښتنو سره د ناسم چلند پر ضد مخکې هم غونډې او مظاهرې شوې دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېپټېمبر پر ۱۹مه او د نومبر پر ۲۳مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې وکړې او د سيند پر حکومت يې غږ کړی وو چې په سیند کې د افغان کډوالو او پاکستانیو پښتنو ځورول دې ودروي.

دا راز عوامي نیشنل ګوند، پاکستان قبایل موومېنټ یا غورځنګ او له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه جلا شوې ډلې په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د پښتنو د ځورونو پر ضد غونډې او مظاهرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او تراوسه یې څه باندې ۴۰۰،۰۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته لېږدولي دي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې نه ستنوي.

خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

په سيند او ځانګړي توګه په کراچۍ کې افغان کډوال او مدني فعالان تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغان کډوال او عام پښتانه د پېسو لپاره نیسي.

د نومبر پر ۲۱مه د سیند حکومت د افغان کډوالو د ځورولو او له هغوی د پیسو اخیستو پر تور درې پولیس نیولي ول او یو سب انسپکټر تښتېدلی وو.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG