د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي سياسي ګوندونه دې د ناقانونه کډوالو پر سر نه درېږي


د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی (ښی) او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز (کيڼ) د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته وينا کوي.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی (ښی) او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز (کيڼ) د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته وينا کوي.

پاکستانيو چارواکو يو ځل بيا ټينګار کړی چې په هغه هېواد کې مېشت بې اسناده کډوال دې د نومبر له لومړې نېټې مخکې ووځي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، سیاسي ګوندونه دې د بې اسناده کډوالو د ايستلو پر موضوع له سیاست کولو لاس واخلي او د حکومت د دریځ ملاتړ دې وکړي.

پر دې مهال جان محمد اڅکزي زياته کړه، "که کوم سیاسي ګوند له غیرقانوني کډوالو سره درېږي نو دا به د پاکستان له ریاست سره د دغه ګوند د تصادم په معنا وي."

دواړو نګران وزیرانو یو ځل بیا وویل چې له غیرقانوني کډوالو یې موخه یوازې افغان کډوال نه دي خو په پاکستان کې زیات شمېر د افغان کډوالو دی نو ځکه د حکومت دې پرېکړې هغوی اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لخوا د بې اسناده کډوالو د وتلو له اعلان وروسته د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو مظاهرې او خبري غونډې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG