د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو په زور د افغانانو د ایستلو پر ضد د احتجاج کونکو په خلاف مقدمه لیکلې ده


د دیسمبر پر دويمه شوې مظاهرې ګډونوال
د دیسمبر پر دويمه شوې مظاهرې ګډونوال

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي جهموري ګوند او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د یو شمېر غړو پر ضد د ښار په ارټیلري ميدان تاڼه کې مقدمه درج کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې هغو ډلو د ډیسېمبر پر دویمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د افغان کډوالو په زور د ایستلو او د پښتنو د ځورولو ضد احتجاجي مظاهره کړې وه. د کراچۍ صدر د ارټیلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډیسېمبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې هغه کسانو د احتجاج په مهال د ریاستي ادارو ضد وېناګانې کړي او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد راوپاروي.

هغه وویل د پي ټي اېم، اېن ډي اېم او پښتونخوال نیشنل عوامي ګوند د د کراچۍ مشرانو صدیق اغا، بشیر مندوخېل، محمد شیر مسید، عادل شا او نورو له ۱۲۰ نه تر ۱۵۰ پورې نامالومه کسانو پر ضد یې مقدمه لیکلې ده. په مقدمه کې دمظاهره کوونکو پر ضد دقامونو په مینځ کې نفرت او دښمنی پيدا کولو او سرکاري افسرانو پر ضد دبغاوت هڅي کولو مادي شاملې دي.

د اېن ډي اېم سیند صوبې مشر محمد شیر مسید د مقدمې په غبرګون کې د ډیسمبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د افغان کډوالو لپاره احتجاج یې قانوني حق دی. هغه وویل چې د کډوالو ضد د ناسم چلند او د پښتنو د ځورولو ضد به احتجاج ته دوام ورکوي او مقدمې یې مخه نشي نیولې.

د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټی دسيند مشر صديق اغا بيا مشال راډيو ته وويل يو خو پوليس پښتانه ځوروي او بیا ورته د پرامنه احتجاج کولو حق هم نه ورکوي. هغه وویل چې د پریس کلب مخې ته یې پرامنه احتجاج کړی دی خو د بدمرغه دلته پښتنو ته دا حق هم نه ورکول کېږي چې خپل غږ پورته کړي. د هغه په وینا د تاریخ په اوږدو کې یې پر مشرانو تل دا ډول جعلي مقدمې جوړې شوي دي.

پي ټي اېم او ۲ ګوندونو د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد لاریون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د پي ټي اېم د کراچۍ غړی محمدالله مسید بیا وایي چې د پرامنه احتجاج له لارې د پښتنو د حق غوښتنې لپاره مبارزه کوي او دا به جاري ساتي. د هغه په وینا د پولیس دا کړنې له هغو غوښتنو نه شي په شا کولې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران حکومت د نومبر د لومړۍ نېټې نه د بې اسنادو افغان کډوالو د ايستلو بهير پېل کړی دی،او تراوسه پورې تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

بلخوا په عين وخت د کراچۍ پوليسو پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د ښار بنارس سيمې په باچا خان چوک کې د ډیسېمبر پر دریمه د جلسې کولو اجازه ور نه کړه او د ګوند مشران یې له جلسې را وګرځول.

د پښتونخواملي عوامي ګوند دسيند مشر سليم خان ترين مشال راډيو ته وويل ګوند يې دخپل بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د۵۰م تلين نمانځنې لپاره په کراچۍ کې جلسه جوړه کړې وه خو د اجازت اخیستو سربېره پولیسو پرې نه ښودل. ترين وویل د ګوند په مشوره ژر په کراچۍ او سیند صوبې په نورو برخو کې احتجاجي مظاهرې کوي.

دا په داسي کې حال کې ده چې د ډیسېمبر په لومړۍ نيټه د سيند صوبې په حیدراباد کې پښتنو ملتپاله سياسي او مذهبي ګوندونو جرګه رابللې وه خو پولیسو ورته د جرګې اجازه ورنه کړه. د سيند نګران حکومت پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته په کراچۍ کې د جلسې اجازه نه ورکولو په اړه تر وسه څه نه دي ویلي. مشال راډيو په دې اړه څو ځله دسيند پوليسو چارواکو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی ځواب ور نه کړ.

پښتونخوا ملي عوامي، عوامي نیشنل ګوند، پاکستان قبایل موومېنټ یا غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د افغان کډوالو په زور د ایستلو د پښتنو د ځورونو پر ضد غونډې او مظاهرې کړي دي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې نه ستنوي. خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

په سيند او ځانګړي توګه په کراچۍ کې افغان کډوال او مدني فعالان تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغان کډوال او عام پښتانه د پېسو لپاره نیسي. د نومبر پر ۲۱مه د سیند حکومت د افغان کډوالو د ځورولو او له هغوی د پیسو اخیستو پر تور درې پولیس نیولي ول او یو سب انسپکټر تښتېدلی وو. پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG