د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي کراچۍ کې یې ۳ پولیس د اسناد لرونکو افغانانو د ځورولو په تور نیولي دي


په کراچۍ کې یو افغان کډوال پولیسو ته د خپل بایومېټرېک معلوماتو ورکولو پر مهال ګوته لګوي - د نومبر ۱۷مې انځور.
په کراچۍ کې یو افغان کډوال پولیسو ته د خپل بایومېټرېک معلوماتو ورکولو پر مهال ګوته لګوي - د نومبر ۱۷مې انځور.

چارواکي وايي، په کراچۍ کې یې د "راجسټرو بهرنیو وګړو" د ځورونو په تور درې پولیس سرتېري نیولي او پرضد یې مقدمه دایره کړې ده خو یو افسر تښتېدلی دی.

د کراچۍ پولیسو د نومبر پر ۲۲مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې ویلي دي چې د ښار د ختیزې سیمې د پولیسو مشر سید عرفان علي بهادر پر ټولنیزو شبکو د خپرې شوې ویډیو پر اساس درې سرتېري نیولي دي خو یو سب انسپېکټر تښتېدلی دی.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې ستنوي.

د پاکستان د حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وینا، له هغې مودې راهیسې تر ۳۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو او د پاکستان یوشمېر ګوندونو د اسلام اباد پر پرېکړه نیوکې کړې دي او ورڅخه یې غوښتي دي چې بې اسناده افغانان دې نه ستنوي.

اخوا په سهراب ګوټ کې یو افغان کډوال لال محمد وايي چې پولیسو د ده په شکایت د نیول شویو سرتېرو پرضد مقدمه دایره کړې ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې هغو پولیسو په سهراب ګوټ او شاوخوا سیمو کې اسناد لرونکي افغانان ځورول او ورڅخه یې پیسې اخیستې.

دی وايي، له یوې مودې راهیسې پولیسو دا کار کاوه او چا یې شکایت نه اورېده.

لال محمد وايي، د سیمې اوسېدونکو د پولیسو یوه داسې ویډیو جوړه کړه چې پکې ښکاري چې هغوی له افغان کډوالو پیسې اخلي.

دی زیاتوي هغه ویډیو یې د پولیسو چارواکو ته وښوده او هغوی یې په شکایت د سرتېرو پرضد مقدمه دایره کړه.

په عین وخت کې د کراچۍ په ګډون د سیند په یوشمېر ښارونو کې مېشتو اسناد لرونکو کډوالو او د هغه هېواد تابعیت لرونکو پښتنو په بیا بیا دعوې کړې دي چې پولیس یې د بې اسناده افغانانو په نوم نیسي، ځوروي یې او ورڅخه پیسې اخلي.

د سیند د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر حارث نواز هم د نومبر پر ۱۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تایید کړې وه چې د ځورونو ځینې شکایتونه یې ترلاسه کړي دي چې تر هغې وروسته یې اړوندو ادارو ته امر وکړ چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکو او رجسټر افغان کډوالو د ګرفتاریو مخه دې ونیسي.

تر دې مخکې هم په هغه صوبه کې مېشتو پښتنو د ځورونو تور پورې کړی وو چې پرضد یې یوشمېر ملتپاله ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو مظاهرې هم کړې دي.

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید د نومبر پر نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته ویلي وو چې د عامو پښتنو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي چې حکومت یې د افغان کډوالو په نوم ځوروي.

خو د سیند چارواکي وايي چې پولیس یوازې د بې اسناده بهرنیو د نیولو اجازه لري.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر مشر فولکر تورک له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند اندېښنه وښودله. تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

داراز، ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم)، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو کره شمېره معلوم نه دی خو پاکستاني چارواکي یې شمېر شاوخوا ۱۷ لکه یادوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي چې په پاکستان کې خواوشا ۱۳ لکه افغان کډوال پي او ار او ۸۴۰،۰۰۰ افغان سېټېزن یا تابعیت کارډونه لري.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

XS
SM
MD
LG