نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان یو ځل بیا د پاکستان او خیبر پښتونخوا پر حکومتونو او امنیتي چارواکو غږ کړی چې په تیرا کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي. د پاکستان او خیبر پښتونخوا لا د اېمل ولي خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د کراچۍ په صدر سیمه کې په یوه کاروباري پلازه کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۲ ټپیان شوي دي۔ چارواکي وېره لري چې ښايي ځینې نور کسان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې وي. کاروباریان وايي چې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه بشپړه سوځېدلي دي. نور حال د نیاز علي خان په ويډیو
د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د پخوا په څېر سږ کال هم په کراچۍ کې د ۷۵ هندوو جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د جنورۍ پر ۱۱مه واده ته ګڼ خلک ورغلي ول. د هندو کونسل مشران وايي، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې هر کال د بې وزله هندوانو د ودونو ټول لګښت پرې کوي او د اجتماعي واده غونډه جوړوي.
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) وايي، پر خنډونو سربېره یې د خپل بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې ده. ټاکل شوې وه چې د ګوند مخکښ مشران او پلویان د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح د مزار په باغ کې غونډه وکړي خو پولیسو هغه ځای ته تلونکې لارې تړلې وې.
په کراچۍ کې د ځغل یا مېرتن رېس سیالۍ ترسره شوې دي چې پکې زرګونه کسانو ګډون وکړ. د دې سیالۍ موخه د خلکو د ژوند، جسماني فعالیت او روغتیا په اړه پوهاوی زیاتول وو. په دې سیالۍ کې د ښځو د پام وړ ګډون د دې سيالۍ یوه مهمه برخه وه.
په پاکستان کې د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کسان یې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه د کراچۍ ښار په ډیفينس سیمه کې نیولي دي.
پاکستان کې په تيره يوه لسيزه کې د څارويو د څرمنو کاروبار کم شوی دی. کاروبار کوونکي يې وايي چې په مارکيټ کې د چينايي مصنوعاتو زياتوالي او د څرمنو او له څرمنو څخه د جوړو شيانو د صادراتو کموالي پر دې کاروبار اغېز کړی دی.
اېس اېس پي انور کهیتران دعوه کړې ده چې پولیسو او رېنجر ځواکونو سمدستي په ګډه عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې له ۱۹ تښتول شویو کسانو څخه ۱۰ یې راخوشې کړل خو د پاتې نهو کسانو لا هم درک نشته.
د پاکستان د سېند صوبې په کراچۍ ښار، د پنجاب په ګڼو ښارونو او د هېواد په ځینو نورو برخو کې د مال لېږدوونکیو ټرانسپورټرانو د اتحادیې احتجاج د ډېسېمبر پر ۱۳مه هم دوام لري.
بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.
د جرګې مشران وايي د کراچۍ په پښتون مېشتو سېمو کې د نشي موادو کارول زيات شوي دي، غلاګانې او نورجرمونه هم ډېر شوي دي. د دوی په وینا د دې تر ټولو زیات اغېز پر ماشومان کېږي.
په کراچۍ کې د چایخانو ګڼو مالکانو او کارکوونکو د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی دی او وايي، د سیند حکومت په تېره څه باندې یوه اونۍ کې د ناقانونه ودانیو جوړولو یا تجاوزاتو په نوم تر ۴۰۰ زیاتې چایخانې تړلې دي. دوی ګواښ وکړ چې که حکومت ورته د کاروبار اجازه ور نه کړه نو پرلت وهي. ویډيويي رپورټ.
د بهاولپور وېکټوریا روغتون کې د تخصص په زدکړو بوخت ډاکتر صبغت الله ساپي د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د ده په ګډون شاوخوا ۲۰ محصلین او ډاکتران د نومبر له څلورمې راهیسې په حراست کې دي.
د پي ټي اېم غړي او د علي وزیر نېږدي ملګري بادشاه خان پشتین د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، له څو ورځو راهیسې د نوموړي په لټون ول خو د سکر زندان چارواکو او پولیسو ورته هېڅ معلومات نه ورکول چې هغه چېرې دی.
د اکتوبر پر ۲۷مه د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار، د سيند د پولیسو مشر غلام نبي مېمن او د کراچۍ د پولیسو مشر جاوید عالم اوډو د کراچۍ پولیسو په دفتر کې ګډه خبرې غونډه کې دعوه وکړه چې نيول شويو څلور واړو کسانو د خبریال د وژنې تور منلی دی.
په پاکستان کې تر ټولو زيات هندوان د هغه هېواد په سيند صوبه کې استوګن دي. هغوی سږ کال هلته د ديوالي مراسم د اکتوبر پر ۱۹مه پيل کړي چې پينځه ورځې به روان وي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو هغه کيمپ چې پکې تر ۱۰،۰۰۰ زياتې کورنۍ اوسېدې، اوس تر ډېره خالي شوی دی. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د حکومت په امر په هغه هېواد کې مېشت ګڼو کډوالو افغانستان ته ستنېدل پیل کړي دي. د کراچۍ پولیسو د افغان کډوالو د دې کېمپ د ړنګولو عملیات پیل کړي دي. د نیاز علي ويډيو
د پاکستان حکومت تر امر وروسته له دې هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر لا روان دی. په نه ستنېدونکو کې ځینې داسې افغانان هم شته چې ناروغه دي یا په کورونو کې ناروغان لري، وايي چې یوازې د علاج لپاره په پاکستان کې پاتې دي چې حکومت ورته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.
په کراچۍ کې نرښځیانو د احتجاج په کولو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی د وژنو او پر هغوی د تشدد او زور زیاتي مخه دې ونیسي.
نور وښیئ