د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان قبایل غورځنګ وايي د بې اسناده افغانانو په نوم ټول پښتانه ځورول کېږي


د نومبر پر دریمه په کراچۍ پریس کلب کې د پاکستان قبایل غورځنګ مشران خبري غونډې ته وېنا کوي.
د نومبر پر دریمه په کراچۍ پریس کلب کې د پاکستان قبایل غورځنګ مشران خبري غونډې ته وېنا کوي.

د پاکستان قبایل موومنټ په نوم د غورځنګ مشرانو د سېند پر حکومت او پوليسو غږ کړی چې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد عملياتو په پلمه دې د پښتنو سره "ناسم چلند" ودروي.

د غورځنګ د سېند صوبې مشر عبدالرحمان د نومبر په درېیمه په کراچۍ پريس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وويل، په کراچۍ او د سېند صوبې په نورو سيمو کې پولیس پښتانه ځوروي او کاروباروونه يي بندوي.

هغه وویل: "تاسو وګورئ چې په بسونو کې پاکستانیان د افغانانو سره راوړي، بیا ورته وايي چې شناختي کارډ ښکاره کړئ. دا ولې داسې کېږي له پښتنو سره؟ پښتانه په اندروني سیند کې بالکل په وېره کې دي."

عبدالرحمان وویل چې د سيند په بېلابېلو برخو کې عام خلک دپښتنو پر دوکانونو او کورونو ننوځي او شناختي کارډونه يي ګوري او هغوی ځوروي.

هغه اعلان وکړو چې پښتنو سره د روان چلند پر ضد د نومبر پر پینځمه په کراچۍ کې احتجاج کوي چې ټول ملتپال ګوندونه او عام خلک به پکې ګډون کوي.

د غورځنګ يو بل غړي محمد داود تر خبري غونډې وروسته، مشال راډيو سره په خبرو کې تور پوری کړ چې پوليس په کراچۍ او نورو ښارونو کې د شپې د پښتنو په کورونو کې ننووځي، ښځې او ماشومان یې ځوروي او دا عمل په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د افغانانو ایستلو خلاف په کراچۍ کې احتجاج شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د قبايل غورځنګ يو بل غړي محمد مياخېل خبري غونډې ته وویل چې پولیس هغه ماشومان هم پورته کوي چې کم عمره دي او شناختي کارډونه يې نه دې جوړ شوي او بيا د نيول شویو ماشومانو کورنۍ هم ځوروي.

دا په داسي حال کې ده چي په ټولنيزو رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې د سېند صوبې په بېلا بېلو سیمو کې عادي خلک د پښتنو چای خانو او دوکانونو ته ورځي او له هغوی شناختي کارډونه غواړي.

په عین حال کې د پاکستان د نورو برخو ترڅنګ په سېند کې هم د پوليسو لخوا د افغان کډوالو دنيولو او افغانستان ته دليږدولو بهير روان دی.

په کراچۍ کې د کډوالو د عارضي کمپ مشر ظهور مري د نومبر پر درېېمه خبریالانو ته وویل چې د نومبر تر دوېیمې هلته ۷۰۰ اسناد نه لروونکي افغانان وروړل شوي ول چې ۲۶۰ پکې د اسنادو د لرلو په اساس خوشې شوي دي. نوموړي وویل چې په تېرو دوه ورځو کې ۳۰۸ افغان کډوال له کراچۍ نه افغانستان ته لېږدول شوي.

اخوا په کراچۍ کې نيول شوو افغانانو پر پوليسو تور پورې کړې چې اسناد لرونکي افغان کډوال هم نيسي او پېسي ترې اخلي.

پولیسو په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې څو وارې داتورونه رد کړي او ویلي یې دي چې يوازي اسناد نه لرونکي افغان کډوال نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نګران حکومت لخوا اسنادو نه لرونکو بهرنیانو ته له هېواده په خپله خوښه د وتلو لپاره د مهلت موده د اکتوبر پر ۳۱مه پاې ته تر رسېدو رسېدو د هغوی د ایستلو لړۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG