د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند د سیند له حکومتي غوښتي چې پښتانه دې نه ځوروي


د عوامي نیشنل ګوند مشران د نومبر په نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د عوامي نیشنل ګوند مشران د نومبر په نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې خبري غونډې ته وینا کوي.

عوامي نیشنل ګوند د سیند پر نګران حکومت غږ کړی چې د پښتنو له ځورولو لاس واخلي.

د ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید د نومبر پر نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د عامو پښتنو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي چې حکومت یې د افغان کډوالو په نوم ځوروي.

سید وویل، په تېره اوونۍ کې یې خورا زیات شکایتونه ترلاسه کړي دي چې پولیس یې نیسي او "تاڼو ته یې بیايي، د وېریفیکېشن (د اسنادو د پلټنو) په نامه یې په ساعتونو ساعتونو په تاڼو کې کښېنولي وي، بیا ترې پېسې اخلي او بیا یې پرېږدي."

سید دعوه وکړه چې ځینو پښتنو ورته ګیله کړې چې پولیس یې د شپې "دوه یا درې بجې" پر کورونو چاپې وهي، "مېرمنې او ماشومان يې په موټرو کې" کښېنوي او "د وېریفیکېشن په نامه" یې له ځان سره بیايي.

د عوامي نیشنل ګوند یوشمېر مخکښه مشرانو د خبري غونډې پر مهال وویل چې که حکومت د پښتنو ځورونې و نه درولې نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

د سیند حکومت لا د عوامي نیشنل ګوند د سیاستوالانو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې وړاندې یې د پښتنو او رجسټر کډوالو د ځورونو ورته تورونه رد کړي دي او وايي یوازې بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، نیسي.

د غونډي پر مهال د ګوند د سيند صوبې مرستیال مشر يونس بونېري مشال راډيو ته وويل چې له افغان کډوالو سره د سیند حکومت روان چلند هم د منلو وړ نه دی او دا عمل دې ودرېږي.

هغه وویل، حکومت دې کډوالو ته د نړیوال بشري قانون له مخې حفاظت ورکړي او که کوم بې اسناده کډوال لېږدول کېږي نو دا کار باید په درناوي وشي.

بونېري زیاته کړه چې د کراچۍ ښار ترڅنګ د سیند صوبې په نورو برخو کې پولیس د پښتنو پر چایخانو او نورو کاروبارونو چاپې وهي او د کډوالو په نامه یې ځوروي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې پر ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې ښکاري چې ځینې خلک د سیند په بېلابېلو برخو کې د پښتنو چایخانو او دوکانونو ته ورننوځي او ورڅخه شناختي کارډونه غواړي.

دا معلومه نه ده چې هغه کسان څوک دي او مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

په سیند کې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو وګړي چایخانې او رستورانونه لري.

د حکومتي چارواکي دریځ

په همدې حال کې د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د نومبر پر نهمه د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې وويل چې د بهرنيانو د ستنولو په کیمپېن کې څوک هم دا حق نه لري چې پښتانه وځوروي.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل که کوم پوليس يا کومه اداره پښتانه ځوروي، حکومت یې پر ضد سخت ګامونه اخلي.

اڅکزي وویل، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د بې اسناده افغانانو تر ستنولو وروسته رجسټر افغان کډوال هم هېواد ته ولېږدوي.

ده زیاته کړه چې په فبرورۍ کې د انتخاباتو تر کېدو وروسته چې منتخب حکومت جوړ شي، هغه به هم د کډوالو د ستنولو تګلاره عملي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړی او لسګونه زره افغانان یې د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته استولي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان قبایل موومنټ یا غورځنګ او له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې هم په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د کډوالو تر نامه لاندې د پښتنو د "ځورولو" ضد احتجاجونه کړي دي.

پاکستان قبايل موومنټ وايي، سیند پولیس د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي‌
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د کډوالو ستنولو بهیر

اخوا د نومبر پر ۱۰مه هم له پاکستانه د بې اسنادو افغانانو خپل هیواد ته د ستنولو بهیر دوام لري.

په خیبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د نومبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۰۳۵ نور بې اسناده افغانان د تورخم په وره اوښتي دي.

ده وویل، په دې توګه د نومبر اتمې تر شپې ناوخته پورې په تورخم افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر له ۲۱۳،۰۰۰ لوړ شوی دی.

ارشاد خان زیاته کړه چې یو اېن اېچ سي ار پر تورخم د بې اسناده کډوالو په ثبتولو کې د پاکستان له حکومت سره تخنیکي مرسته کوي.

یوه افغانه نجلۍ هېواد ته د ستنېدو پر مهال د ګاډي له کړکۍ بهر ګوري - د نومبر درېیمې انځور.
یوه افغانه نجلۍ هېواد ته د ستنېدو پر مهال د ګاډي له کړکۍ بهر ګوري - د نومبر درېیمې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

بلخوا د پاکستان نګران حکومت وایي چې د بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې غونډې ته وويل چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کوي. د هغه په وينا چې دا یې ملک د امنيت په ګټه ده چې بې اسناد کډوال ستانه شي.

XS
SM
MD
LG