د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: د سیند حکومت دې د پښتنو د ځورونو مخه ونیسي


په کراچۍ کې پولیس د لټون عملیاتو پر مهال د یو افغان کډوال د ګوتې نښه ثبتوي - د نومبر ۱۷مې انځور.
په کراچۍ کې پولیس د لټون عملیاتو پر مهال د یو افغان کډوال د ګوتې نښه ثبتوي - د نومبر ۱۷مې انځور.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو ځل بيا پر حکومت غږ کړی دی چې د سيند صوبې په بېلا بېلو برخو کې د افغان کډوالو په نامه د پښتنو ځورونې ودروي.

د ګوند د سیند صوبې مشر سليم خان ترين د نومبر پر۲۳ مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته وويل چې د حکومتي ژمنو باوجود په کراچۍ، حيدراباد، سکر او د سيند صوبې په نورو سيمو کې د پښتنو کاروباریانو نيول او ځورول دوام لري.

نوموړي تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې يوه اوونې وړاندې په حیدر اباد کې پولیسو ۶۴ پښتانه نیولي ول چې یوازې اته پکې افغانان او نور ټول د پاکستان شناختي کارډ لرونکي پښتانه ول. "په سيند کې له پښتنو سره ډېر ظلم روان دی، هره ورځ پوليس پښتانه کاروبار کونکي له خپلو کورونو، دوکانونو، چایخانو [نیسي]. د پاکستان ايين ټولو وګړو ته په ملک کې د پاتي کېدو،کاروبار او ژوند کولو حق ورکوي نو موږ هم دا حق لرو چې په سيند کې کاروبار او ژوند وکړو."

د نومبر پر ۲۳مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د نومبر پر ۲۳مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.

د پښتونخو املي عوامي ګوند د کراچۍ يو مشر صابرين خان غونډې ته وويل چې څو ورځي وړاندې ورته په یو ملاقات کې د سیند صوبې د پوليسو مشر او نورو چارواکو باور ورکړی وو چې د پښتنو د ژوند او کاروبار ساتنه به کوي خو بیا هم ورسره د پولیسو "ناروا چلند" دوام لري.

د سیند چارواکو لا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مخکښه مشرانو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د هغې صوبې د نګران حکومت وزيرانو او پوليس چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ويلي چې یوازې بې اسناده بهرنیان نیسي او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې کراچۍ ته له نورو صوبو څخه ورغلي پاکستاني وګړي وځوروي.

د سيند د کورنیو چارو نګران وزير حارث نواز د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته ويلي ول چې څوک هم دا اجازه نه لرې چې پښتانه وځوروي. نوموړي زیاته کړې وه چې يوازې بې اسناده افغان کډوال نيول کېږي او راجسټرد افغان کډوالو ته هم څوک څه نه شي ويلای.

تر دې وړاندې هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېپټېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډه کړې وه او د سيند پر حکومت يې غږ کړی وو چې په سیند کې د افغان کډوالو او پاکستانیو پښتنو ځورول دې ودروي.

دا راز عوامي نیشنل ګوند، پاکستان قبایل موومېنټ یا غورځنګ او له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه جلا شوې ډلې په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د پښتنو د ځورونو پر ضد غونډې او مظاهرې کړي دي.

بلخوا د حيدراباد انتظامي مشر سيد خالد حيدر شاه د نومبر پر ۲۳مه له مشال راډيو سره په خبرو دا منلې چې څو ورځي وړاندې پولیسو په حيدراباد کې پښتانه کاروباریان د بې اسناده افغان کډوالو په نامه نيولي ول، خو هغه کسان یې بیا خوشې کړل. "اوس هېڅوک هم نه ځورول کېږي. په تېرو ورځو کې په حيدراباد کې دا ډول ځینې شکایتونه ترلاسه شوي ول خو د هغې سخت نوټس اخیستل شوی دی. تر هغې وروسته دا ډول پېښې نه دي شوې. کوم کسان چې نیول شوي ول، هغوی تر پېژندګلوۍ ورووسته پرېښوول شول. هېچا ته اجازه نه شته چې د نورو صوبو خلک وځوروي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او تراوسه یې څه باندې ۳۰۰،۰۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته لېږدولي دي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې نه ستنوي.

خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

په سيند او ځانګړي توګه په کراچۍ کې افغان کډوال او مدني فعالان تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغان کډوال او عام پښتانه د پېسو لپاره نیسي.

د نومبر پر ۲۱مه د سیند حکومت د افغان کډوالو د ځورولو او له هغوی د پیسو اخیستو پر تور درې پولیس نیولي ول او یو سب انسپکټر تښتېدلی وو.

د کراچۍ د نومبر پر ۲۲مه په بیان کې وویل چې هغه سرتېري یې پر ټولنیزو شبکو د خپرې شوې ویډیو پر اساس نیولي دي.

په همدې حال کې یو افغان کډوال لعل محمد مشال راډیو ته ویلي دي چې هغه پولیس د ده تر شکایت وروسته نیول شوي او پرضد یې مقدمه دایره شوې ده.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG