د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه تر ۳ لکو زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي


له پاکستان افغانستان ته اوښتي کډوال د نومبر پر ۱۲مې د خپلو خیمو مخې ته ناست دي.
له پاکستان افغانستان ته اوښتي کډوال د نومبر پر ۱۲مې د خپلو خیمو مخې ته ناست دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير دوام لري او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا، د نومبر تر ۱۲مې تر درې لکه زیات کډوال د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خیبر ضلع کې د یو اېن اېچ سي ار یوه چارواکي ارشاد خان د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر تورخم دروازه ۳،۰۴۳ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هغه وویل چې له دې سره د نومبر تر ۱۲مې پر تورخم د ستنو شویو کډوالو شمېر تر ۲،۲۳،۰۰۰ ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.

په چمن کې د یو اېن اېچ سي ار څانګې ویلي چې هلته د نومبر تر ۱۲ نیټې پورې د چمن او سپین بولدک پر دروازه افغانستان ته د اوښتو کډوالو شمېره ۹۰،۰۰۰ زیانه شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وايي ستانه شوي کډوال ثبتوي او مرستې ورسره کوي. باختر اژانس چې افغان طالبان يې اداره کوي، د نومبر پر ۱۲مه ناوخته خبر ورکړ چې له هرې ستنې شوې کورنۍ سره ۱۰،۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته شوې ده. اژانس په يو بل خبر کې ويلي چې د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې ۱٦۲ کورنۍ يې د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو ته لېږدولې دي.

د پاکستان حکومت له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو افغانستان ته د ستنولو لړۍ د روانې نومبر مياشت له لومړۍ نېټې پيل کړې. حکومت ويلي دا لړۍ به دوامداره ساتي.

د بشري حقونو تنظیمونو او سیاسي ګوندونو د پاکستان حکومت د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې له حکومته غوښتي دي چې هغه پرېکړه بېرته واخلي.

د نومبر پر ۱۰مه، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ویستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

که څه هم په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو کره شمیره نه ده معلومه خو پاکستاني چارواکي وایي چې هلته خوا وشا ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار ویلي چې په پاکستان کې خوا وشا ۱۳ لکه افغان کډوال پر پي او ار کارډ رجسټر شوي او اته لکه او ۴۰ زره بیا په افغان سیټیزن کارډ باندې ژوند کوي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

XS
SM
MD
LG