د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند های کورټ د افغان کډوالو د نه ایستلو او بندیانو ته وکیل ته د لاسرسي درخواست رد کړی


په کراچۍ کې افغان کډوال خپل کارډونه ښيي - انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې افغان کډوال خپل کارډونه ښيي - انځور له ارشيفه

د پاکستان د سیند صوبې تر ټولو لوی عدالت د بشري حقونو د وکيلانو هغه درخواست رد کړی چې پکې ويل شوي ول چې بې اسناده افغان کډوال دې په زور نه ایستل کېږي او هغوی ته دې د وکيل یا قانوني استازي لرلو حق ورکړي.

په کراچۍ کې د مدني ټولنې، وکيلانو او د افغان کډوالو د مرستو لپاره شريکې کمېټۍ سيند های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی وو چې د نومبر پر اتمه یې لومړۍ اورېدنه وشوه.

د هغې کمېټۍ يوې غړې او د بشري حقونو فعالې وکيلې سارا ملکاني تر اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په درخواست کې یې غوښتنه کړې وه چې له قانوني عمل پرته دې افغانان له پاکستانه نه ایستل کېږي ځکه چې دا د هغوی د بشري حقونو د تروړلو معنا لري.

هغې وویل، عدالت یې دا درخواست رد کړ او ورته یې وويل چې د پاکستان ايين لاندې ورکړل شوي بشري حقونه يوازې د پاکستاني وګړو لپاره دي، د بهرنيانو لپاره نه دي.

خو ملکاني زیاته کړه چې د کډوالو د ایستلو دا ډول پالیسي "د بشري حقونو پر ضد ده. موږ په دې اړه سیند های کورټ ته درخواست ورکړی وو چې نګران حکومت د داسې پالیسيو جوړولو واک نه لري او په دې توګه د انسانانو حقونه تروړي. خو عدالت راضي نه شو او موږ ته یې درې اوونۍ نور وخت راکړ."

د لومړي درخواست تر ردېدو وروسته به اوس د بشري حقونو هغه فعالان درې اوونۍ پس بیا عدالت ته ورځي او له نورو دلايلو سره به بل درخواست جمع کوي.

د کډوالو لپاره د شريکې کمېټۍ غړې وکيلې منيزې کاکړ په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې له خپلو هڅو نه په شا کېږي.

هغې زیاته کړه چې عدالت یې د افغان کډوالو لپاره د وکيل کولو د حق درخواست هم رد کړی دی. "موږ د سيند له های کورټ غوښتنه وکړه چې وکيلانو ته دې په حراستي مرکزونو کې له بندي کډوالو سره د ليدو اجازه ورکړي. بل دا چې د پاکستان د ايين له مخې دې کډوال د وکيل کولو حق ولري خو عدالت ويل چې دا قانون يوازې د پاکستانيو وګړو لپاره دی."

منيزې کاکړ ادعا وکړه په کراچۍ کې ګڼ داسې افغان کډوال نيول شوي چې قانوني اسناد ورسره ول. د هغې په خبره، ځينې پاکستاني پښتانه هم د افغانانو په نامه نيول شوي دي چې وروسته خوشې شول.

خو د سیند پولیسو په بیا بیا ویلي دي چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېيمه اعلان کړی وو چې اسناد نه لرونکي ټول بهرنيان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د میاشتې تر پای پورې په خپله خوښه د وتلو وخت لري. حکومت ویلي ول چې څوک تر هغې نېټې پورې و نه وځي نو په زور یې باسي. اسلام اباد د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده وګړو د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

د چارواکو په وینا، د نومبر پر نهمه هم له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر روان دی. دوی وايي، تر اوسه یې په تورخم او چمن تر ۲۸۰،۰۰۰ زیات کډوال ستانه کړي دي.

په خیبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د نومبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴،۱۳۰ نور بې اسناده افغانان د تورخم په وره اوښتي دي.

ده وویل، په دې توګه د نومبر اتمې تر شپې ناوخته پورې په تورخم افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر له ۲۱۰،۰۰۰ لوړ شوی دی.

په همدې حال کې په چمن کې سرحدي چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې تر ۷۰،۰۰۰ زیات وګړي سپین بولدک ته اوښتي دي.

د نومبر په لومړۍ نېټه د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او یوشمېر نورو سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو په زور د بې اسناده افغانانو د لېږدولو پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی وو.

په هغه درخواست کې ويل شوي چې له حکومتي اقدام سره افغانستان ته په زور د لېږدوونکو لکونو افغانانو د اساسي حقونو سرغړونه کېږي او دا خطر هم شته چې ډېری وګړي هېواد ته تر ستنېدو وروسته د لوږې او یخنۍ له وجې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

تر اوسه په اسلام سپريم کورټ کې پر هغه غوښتنلیک اورېدنه نه ده شوې خو د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کېږي.

هغه د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل چې دا یې ملک د امنيت په ګټه ده چې غیر راجسټر کډوال ستانه شي.

XS
SM
MD
LG