د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک او بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې ۱ پولیس او ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په وروستیو کې په بلوچستان کې ناامني زیاته شوې ده - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په بلوچستان کې ناامني زیاته شوې ده - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو بېلابېلو پېښو کې یو پولیس سرتېری او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د پولیسو مشر افتخار علي شاه د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د سېپټېمبر شپږمې پر ماخوستن د ټانک او بنو ترمینځ پر سړک په مېلال سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې له کبله یې نښته پیل شوه او پکې یو سرتېری ووژل شو.

دی وايي، د وسلوالو د نیولو لپاره یې په بېلابېلو ځایونو کې ناکې لګولې دي او له پوځ سره په ګډه عملیات کوي.

افتخار علي شاه زیاتوي چې د برید په تړاو یې ۱۰ مشکوک کسان نیولي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني پر پوستې د حملې ذمه واري منلې ده.

په همدې حال کې په بلوچستان کې پولیسو د عملیاتو پر مهال د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې شپې مهال د پټو معلوماتو پر اساس یې د هغه ښار په غبرګ سیمه کې یې عملیات وکړل او د ټي ټي پي له پټنځي څخه یې درنه وسله، چوونکي مواد او د ځانمرګو بریدونو لپاره کارېدونکي واسکټونه هم ترلاسه کړي دي.

په بیان کې راغلي چې وژل شوي مشکوک وسلوال د هدفي وژنو او ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې ککړ او پولیسو ته مطلوب ول.

سي ټي ډي په بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

تحریک طالبان پاکستان هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د سي ټي ډي د دعوې تصدیق نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه وویل چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تر پېښې وروسته په بیان کې وویل چې په جدیدو وسلو سمبالو ګڼو وسلوالو په کیلاش (کالاش) کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

ټي ټي پي د پوځ تر بیان مخکې دعوه کړې وه چې هلته یې دوه کلي او د پوځ ځینې پوستې نیولې دي او شپږ سرتېري یې وژلي دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

تر دې یوه ورځ مخکې، د سېپټېمبر پر پینځمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې پر یو کور د راکټ مرمۍ لګېدو په پېښه کې پینځه تنه ووژل شول او دوه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې هغه ګولۍ له امنیتي پوستې ویشتل شوې او پوځ له خلکو څخه پر پېښه بښنه غوښتې ده.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG