د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي د ترهګرۍ ضد نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي


د تشریفاتو ځواک نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته سلامي کوي - انځور له ارشیفه
د تشریفاتو ځواک نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته سلامي کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي، د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

انوار الحق کاکړ د اګست پر ۲۳مه په کراچۍکې خبریالانو ته وويل چې ریاست به "هېڅکله ترهګرو ته سر ټيټ نه کړي."

هغه د روانو ناامنيو د غندنې په ترڅ کې وويل، "که د چا دا غلط فهمي وي چې په داسې عملونو به د دوی حوصلې ماتې کړي او ستړي به یې کړي نو دا یې غلط خيال دی. موږ به د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې قربانۍ هېرې نه کړو او پاکستان به هېڅکله ترهګرو او سختدرېځو ته سر ټيټ نه کړي. موږ به د هغوی مقابله کوو."

انوار الحق کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا وکړه چې د اګست پر ۲۲مه یې په بر جنوبي وزیرستان کې ۱۸ پوځيان وژلي دي.

خو پوځ ویلي چې پر قافله یې په برید کې د وژل شويو سرتېرو شمېر شپږ دی. البته امنیتي چارواکو مشال رېډیو ته ویلي ول چې په پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي ول.

پوځ تر حملې وروسته په نښته کې د څلور مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا هم کړې وه.

خو مشال رېډيو په خپلواک ډول د حکومت او وسلوالو ادعاوې نه شي تصديقولی.

په کراچۍ کې څېړونکي ډاکټر توصيف احمد خان له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پاکستان پر چارواکو نيوکې وکړي او په وينا یې چې هغوی د امنيت په اړه خبرې ډېرې او عمل کم کوي.

نوموړي د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د بیان په اړه وويل چې هغه تشې سیاسي خبرې دي. "پخواني ولسمشر او د پوځ پخواني مشر جنرال پروېز مشرف هم داسې بیانونه ورکول. نورو مشرانو چارواکو هم دا خبرې کړې دي. ریاست د ترهګرۍ ختمولو لپاره عملي ګامونه نه دي اخيستي. پښتون ژغورنې غورځنګ چې په خيبر پښتونخوا کې د امن لپاره غږ پورته کوي نو ریاست یې په نښه کوي. هغه خلک چې د ترهګرۍ پر ضد راپورته شوي، ریاست یې پر ضد کار کوي نو په داسې حال کې به ترهګري څنګه ختمه شي؟"

خو د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وايي، د ترهګرۍ د ختمولو هوډ لري. هغه د اګست پر ۲۳مه جنوبي وزیرستان ته ورغلی وو. د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) پر هغه ورځ په يو بیان کې ويلي چې منير خبرداری ورکړی چې وسلوالو او هغوی ته اسانتياوې برابروونکي به نه پرېږدي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له تېر شاوخوا يو نيم کال راهیسې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان د اګست پر ۱۰مه ادعا کړې وه چې يوازې روانې میاشتې په لومړۍ لسیزه کې یې په هغو صوبو کې ۸۳ حملې کړې دي. مشال رېډیو په خپلواکه توګه د هغې وسلوالې ډلې د دعوې تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG