د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسودو جرګې په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو نه کولو غوښتنه کړې


په جنوبي وزیرستان کې د امنیت په اړه مخکې هم جرګې شوې دي. پخوانی انځور
په جنوبي وزیرستان کې د امنیت په اړه مخکې هم جرګې شوې دي. پخوانی انځور

د جنوبي وزيرستان مسيدو مشرانو په سره روغه کې په يوه جرګه کې له حکومته غوښتنه کړې چې هلته دې پوځي عمليات نه کوي او نيول شوي بې ګناه خلک دې ژر خوشې کړي.

د مې پر ۱۴مه د جرګې يو ګډونوال شیرپاو مسيد مشال راډيو ته وويل، په سیمه کې ناامني زیاته شوې او جرګې له حکومته د امن د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

شيرپاو مسيد زياته کړه ''۵،۰۰۰ کسانو په دې جرګه کې برخه درلوده. ټولو متفقه فېصله وکړه چې مسود قام په جنوبي وزیرستان کې ملټري اپرېشن نه مني. موږ د پوځ ، طالب او د عامو خلکو وینې تویېدل بیخي نه غواړو. په مخکې عملیاتو کې د مسود یو لاک نه زیاتې مېنې ړنګې شوې، ماشومان او سپین ږیري مو شهیدان شول خو بیا هم امن قایم نه شو. چې داسې ده نو د پوځي اپرېشن هیڅ ګټه نه شته او موږ ته نامنظور دی''

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې او همدا راز په نورو قبایلي ضلعو کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې میلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونو خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مخکښ او د جرګې ګډونوال، رحمت شاه مسيد بیا مشال راډيو ته وويل چې قام پرېکړه کړې چې نه به د طالبانو او نه به هم د پوځ ملګرتيا کوي. د هغه په خبره امن په پوځي عمليات نه بلکې د وسلوالو ترمينځ د توپير په نه کولو راځي.

''د دې نه مخکې هم د امن لپاره جرګه شوې وه. دا جرګه له مخکنۍ هغې غټه وه. موږ په وزیرستان امن او ښه ژوند غواړو.''

تر جرګې وروسته د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شبیر حسین مشال راډيو ته وويل چې پوځ د لوی عملياتو پلان نه لري او وړې وړې کارروایانې کېږي.

هغه زیاته کړه:''امن د تېر کال په نسبت ښه شوی دی. په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ز کلونو په شان کوم اپرېشن دلته نه دي روان او نه کومه علاقه خالي کېږي. د کریمينلز [په جرمونو کې د ککړو کسانو] پر ضد د خفیه معلوماتو پر اساس کارروایانې کېږي او دا [یوازې په جنوبي وزیرستان کې نه] بلکې په ټول پاکستان کې کېږي''

د شبیرحسین په وينا که ولسي وګړي نيول شوي وي او بېګناه وي، تر پلټنو وروسته به خوشې شي.

په ورستیو کې د جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګڼو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

د ناامنۍ پېښو ته په کتو د اپرېل پر ۱۴مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بحث پر مهال پرېکړه شوې وه چې په قبايلي ضلعو کې به د وسله والو پرضد يوازې "هدفي عملیات" کيږي.

تر دې وړاندې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو استازو او ځنینو نورو د اپرېل پر ۱۳مه د اسمبلۍ د غونډې پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې وکړې او اندېښنې یې څرګندې کړې.

چارواکي وایي، په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، بنو، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلوالو خلاف د پوځ ځانګړي عملیات دوام لري.

د مې پر ۱۳مه، امنیتي او استخباراتي چارواکو په بر جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د۳۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د روانې میاشتې پر اوومه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شپږو مشکوکه وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

دا راز د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG