د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د ترهګرۍ ضد پولیسو د اتو وسله والو وژلو ادعا کړې


سي ټي ډي پولیس وایي په کوټه او بسیمه کې یې له وسلوالو سره نښتې کړي دي ـ پخوانی انځور.
سي ټي ډي پولیس وایي په کوټه او بسیمه کې یې له وسلوالو سره نښتې کړي دي ـ پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې (سي ټي ډي) دعوه کړې چې په کوټه او بسیمه کې یې د داعش او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اته وسلوال وژلي دي.

د سېپټمبر پر دویمه په کوټه کې د سي ټي ډي چارواکو په یو بیان کې ادعا کړې چې په کوټه کې یې د عملیاتو پر مهال درې وسلوال هغه مهال ووژل چې د لټون د عملیاتو پر مهال وسلوالو پر پولیسو د لاسي بم برید وکړ.

پولیس وایي چې وژل شوي کسان د داعش ډلې دي خو تر دې مهاله ازادو سرچینو د دې تایید نه دی کړی.

د سي ټي ډي په بیان کې راغلي چې پولیسو د عملیاتو پر مهال څو میاشتې مخکې له کوټې د تاوان لپاره تښتول شوی ماشوم ابوبکر هم له تښتونکو خوشی کړی دی.

دا راز سي ټي ‌ډي په یو بل بیان کې دعوه کړې چې د سېپټمبر په لومړۍ شپه یې په بسیمه سیمه کي د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو پر ضد عملیاتو کې پینځه وسلوال وژلي دي.

داعش او تحریک طالبان پاکستان د سي ټي ډي د دعوو په اړه څه نه دي ويلي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG