د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په چترال کې ټي ټي پي سره نښته کې ۴ سرتېري او ۱۲ وسلوال وژل شوي


پاکستاني پوځيان په چترال کې - انځور له ارشيفه
پاکستاني پوځيان په چترال کې - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ وايي په چترال کې یې له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي خو ۱۲ وسلوال یې هم وژلي دي.

پوځ په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د سېپټېمبر پر شپږمه په کېلاش (کالاش) کې د افغانستان سره پر پوله، ګڼو وسلوالو د پاکستاني پوځ پر چيک پوسټونو بریدونه وکړ. پوځ زیاتوي چې له وسلوالو سره جدیدې وسلې وې.

پوځ ادعا کړې چې وسلوالو د افغانستان له کونړ او نورستانه ورغلي وو چې د طالبانو حکومت ته یې په اړه خبر ورکړل شو. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په کابل کې د طالبانو حکومت بايد دا يقيني کړي چې وسلوال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي.

د پوځ تر خبرپاڼې مخکې، ناقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې په يوه اعلاميه کې ادعا کړې وه چې په بمبوریت کې یې دوه کلي او د پاکستاني پوځ ځيني چيک پوسټونه نيولي دي. دوی زیاته کړې وه چې په جنجيرت کوه سيمه کې یې ۶ پوځيان وژلي او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړې دي. ټي ټي پي ويلي چې دا بریدونو ته "د ملاکنډ عمليات" په نوم د دوی د حملو برخه ده.

تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځ د دې بیان په اړه څه نه دي ويلي. تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو داسې ادعا کړې وي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د سيپتمبر پر درېيمه جيو نيوز سره په مرکه کې ويلي وو چې په افغانستان کې له ناټو ځواکونو پاتې وسلې د ټولې سیمې لپاره خطر دی.

خو په کابل کې د طالبانو حکومت او تحريک طالبان پاکستان دا تور ردوي چې دوی د افغانستان له خاورې حملې کوي. ټي ټي پي د اګست پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې دوی له قبايلي سيمو فعالیت کوي. دې ډلې ادعا کړې وه چې د پاکستان چارواکي د خپلو ناکاميو پټولو لپاره پر افغانستان پړه اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي تېره اونۍ ويلي وو چې افغان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. هغه له العربیه ټېلېويژن سره په مرکه کې زیاته کړې وه چې سیمه ييز امنيت ته ژمن دی. تر دې مخکې نوموړي پر پاکستان غږ کړی وو چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې جګړه د خبرو له لارې ختمه او مذاکرات دې وکړي.

د چترال د بریدونو په اړه د ضلعې ډيپټي کمېشنر محمد علي د سيپتمبر پر شپږمه، مشال راډيو ته ويلي وو چې ځينې لویې لارې تړل شوې وې. "په بمبوريت او اشکويي کې ډزې تبادله شوې دي. وسلوالو ځينو سيمو ته د ننوتو کوښښ‌کړی دی. کيلاش ته تللی سړک موږ بند کړی دی. د پوځ د تګ راتګ لپاره. امنيتي ځواکونه پر سړک څوکۍ کوي."

د محمد علي‌ لخوا مشال راډيو ته په ورکړل شويو معلوماتو کې راغلي‌چې وسلوال د موسم بدليدو په وخت د افغانستان له کونړ او نورستانه د دوی سيمو ته ورځي. د هغه په وينا امنيتي ځواکونو د هر قسمه حملې په شا تمبولو لپاره بیداره دي.

د چترال يو ځايي اوسيدونکي د نوم او پيژنګلو نه ښوولو په شرط د مشال راډيو ته ويلي چې له ايون کلي څخه تر بمبوريت، کيلاش او شيخانو پورې تللې لارې تړل شوي دي. د هغه په وينا امنيتي ځواکونه يوازې مریضانو ته د تګ راتګ اجازت ورکوي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو تر بریدونو وروسته خلکو مظاهرې او جرګې کړې وي. په بېلابېلو سیمو کې شويو دې غونډو کې پر حکومت غږ شوی وو چې دوی په خپلو ځايونو کې د وسلوالو ښکاره فعاليتونه ليدلي او پوځ یې بايد مخه ونیسي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې په ځينو ځايونو کې یې هدفي عمليات پيل کړي او وسلوال به بیا قوي کېدو ته نه پريږدي.

XS
SM
MD
LG