د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان یو مشر ډاکټر ګل عالم وزیر له چاودنې روغ وتی دی


د اتمانزيو جرګه په سيمه کې د امنيت لپاره هلې ځلې کوي. پخوانی انځور
د اتمانزيو جرګه په سيمه کې د امنيت لپاره هلې ځلې کوي. پخوانی انځور

د شمالي وزيرستان په رزمک سیمه کې د اتمانزیو جرګې يو مشر ډاکټر ګل عالم وزير له ګاډي سره نېږدې چاودنه شوې ده خو هغه پکې خوندي پاتې شوی دی.

د سیمې يو پولیس چارواکي مشال راډيو ته د نوم ښوولو په شرط ويلي چې د اګست پر ۲۶مه د سړک پر غاړه د خښ شوي بم چاودنه وشوه. ډاکټر ګل عالم وزیر د شمالي وزیرستان له هغو مشرانو څخه دی چې په سيمه کې د امنيت لپاره هلې ځلې کوي.

د دوی په مشرۍ کې جرګې د پاکستان ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه. نوموړي د اګست پر ۱۴مه، د امن لپاره راوتليو د اتمانزو لاريونوالو ته په وينا کې ويلي ول چې دوی د پاکستان د ازادۍ په ورځ ځکه تورې جنډې راخیستې چې هلته امن نشته.

هغه زیاته کړې وه: "دا ځکه توره ورځ ده او موږ ځکه تورې جنډې راخیستي چې دلته هېڅ امن نشته. د خلکو عزت، مال او ژوند خوندي نه دی. پر وسايلو مو واک نشته او نه خوندي دي. نو په داسې حال کې د ازادۍ جشن څنګه ولمانځو؟"

د اتمانزو جرګې له تېرې څه دپاسه يوې میاشتې راهیسې په سیمه کې په احتجاجي مظاهرو لاس پوری کړی دی. دوی د د لاريون په ترڅ کې پر حکومت غږ کړی چې امنيت بحال، د وسله والو پر ضد بې توپيره کاروايي او د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د شمالي وزيرستان انتظامیې له جرګې سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده او د مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ویلي چې د هغوی غوښتنې یې اورېدلي او د پوره کولو هڅه کوي.

د اتمانزۍ جرګې د مشرانو وینا ده چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ روانه ده او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا په شمالي وزیرستان کې يوې ناپېژندل شوې وسلوالې ډلې دعوه کړې ده چې د پارلېمان پخواني غړي محسن داوړ، د اتمانزۍ جرګې مشر ډاکټر ګل عالم وزیر او ځينو نورو مشرانو ژوند ته خطر دی.

د اګست پر ۲۵مه شپې مهال د شمالي وزيرستان په میرلي کې داسې پاڼې وېشل شوي چې پکې دعوه شوې چې "د پاکستان پوځ تر يوې منصوبې لاندې د شمالي وزيرستان د ځينو مشرانو د وژلو اراده لري، چې دا ډول وسلوال بدنام کړي." په پاڼو کې د "مجاهدینو" نوم ليکل شوی، خو دا نه ده معلومه ده چې دا پاڼې چا ليکلې، وېشلي او پکې شوې دعوې څومره رښتونې دي.؟

تر دې دمه پوځ په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې يې ويلي ول چې هغوی هلته د امن لپاره فعاليت کوي. مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې دعوو تصديق نه شي کولای.

د کورمې پېښه:

په کورمه کې د پولیسو په ګاډي په وسله وال برید کې دوه پولیسان ټپیان شوي دي.

د سیمې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بمي برید د اګست پر۲۶مه، غرمه مهال، د کورمې تړلې نومې سیمه کې هغه وخت رامینځ ته شوی کله چې د ډوګر تاڼې اېس اېچ او افسر دین د پولیس له سرتیرو سره په ګاډي کې روان وو.

چارواکې زیاتوي چې د بمي برید څخه وروسته وسلوالو په پولیسو ډزې کړي او دوه پولیس سرتیري یې زخمیان کړي دي.

د چارواکیو په وینا د ځوابي ډزو وروسته وسلوال تیښتدلي دي. تراوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي. تړلي سیمه د منځنۍ کورمې په حدونو کې راځي. هلته د تېرې څه مودې راهیسې پر امنیتي سرتیرو بریدونه ډیر شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کورمې مزرینه سیمه کې ۱۰ ورځي وړاندی پر امنیتي پوسته په وسلوال برید کې دوه سرتیري وژل شوي ول.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو په کال ۲۰۱۰ز کال کې په مینځنۍ کرمه کې د وسلوالو ډلو پر ضد پراخ عملیات هم ترسره کړي خو د سیمې امنیتي وضع اوس هم ځای ته نه ده راغلی.

XS
SM
MD
LG