د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې ځينو خلکو ولې د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله؟


په شمالي وزیرستان کې يو امنيتي سرتیری د خلکو په منځ کې ولاړ دی - انځور له ارشیفه
په شمالي وزیرستان کې يو امنيتي سرتیری د خلکو په منځ کې ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د اګست پر ۱۴مه، په شمالي‌وزيرستان کې ځايي انتظامیې، امنيتي ځواکونو او ځينو ځايي‌خلکو د پاکستان د ازادۍ ورځ ولمانځله خو ځينو پر دغه نېټه تور بیرغونه لګولي وو او توره ورځ یې بلله.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر ریحان ګل خټک او دغلته د پوځ مشر میجر جنرال محمد نعیم اختر مشال ریډیو ته وویل چې د جشن لمانځلو لپاره میرامشاه، میرعلي رزمک شوه او سپین وام کې دستورې وشوې. د دوی په خبره په دې غونډو کې ګڼو ځايي خلکو، قومي مشرانو، د سکولونو کالجونو زده کونکو او چارواکو ګډون وکړ.

خو بلې خوا ته په رزمک کې اتمانزۍ جرګې دغه ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله. د جرګې مشرانو په وینا په میرعلي، میرامشاه او رزمک کې بازارونه بند ول او خلکو ته یې اعلان کړی وو چې تور بېرغونه ولګوي.

د جرګې یو مشر ډاکټر ګل عالم وزیر د اګست پر ۱۴مه، د امن لپاره راوتليو د اتمانزو لاريونوالو ته په وينا کې وويل چې دوی د پاکستان د ازادۍ په ورځ ځکه تورې جنډې راخیستې چې هلته امن نشته. هغه زیاته کړه: "دا ځکه توره ورځ ده او موږ ځکه تورې جنډې راخیستي چې دلته هېڅ امن نشته. د خلکو عزت، مال او ژوند خوندي نه دی. پر وسايلو مو واک نشته او نه خوندي دي. نو په داسې حال کې د ازادۍ جشن څنګه ولمانځو؟"

له يوې مياشتې ډېر وخت وشو چې په رزمک کې اتمانزو جرګه روانه ده. دوی د د لاريون په ترڅ کې پر حکومت غږ کړی چې امنيت بحال، د وسله والو پر ضد بې توپيره کاروايي او د هدفي وژنو مخنیوی وکړي. دې جرګې ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو یې د اګست پر ۱۳مه پر غړيو ډزې کړې او يو تن یې زخمی کړی دی.

خو ځايي‌چارواکو ويلي‌چې اېف سي ځواکونه په هوا کې هغه وخت په ډزو کولو مجبوره شول کله چې د جرګې لاریونوالو پر حکومتي‌ګاډو ډبرې وویشتلې. د حکومتي چارواکو او ځينو ځايي‌خلکو د موټرو دا کاروان د ازادۍ جشن لمانځلو لپاره له پېښوره وزیرستان ته روان وو.

د اتمانزو جرګې مشرانو ملک نصرالله وزیر او ډاکټر ګل عالم وزیر د اګست په ۱۳مه رزمک کې جرګه ته اعلان کې ویلي وو چې پر هر کور، دکان او بازارونو کې تور بیرغونه ولګوي. دې جرګې دا راز، په جشن کې له حکومت سره پر شریکېدونکو وزیر او داوړو بندیز لګولی دی او ویلي یې دي چې تر هغو چې یې وروستۍ پرېکړې نه وي اعلان کړې، هېڅوک به په حکومتي غونډو کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان کابلخېلو په میرامشا کې د اګست ۱۴مې جشن لمانځلو لپاره له پوځي مشرانو سره ولیدل. د اتمانزیو جرګې تر هغې یوه ورځ وروسته د کابلخېلو پر درو قبیلو د اتمانزیو خاورې ته پر ورتګ بندیز ولګاوه او د جرګې د اعلان سرغړونې په تور یې ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ جریمه (جرمانه) کړې. خو د کابلخېلو او نورو قبیلو مشرانو چې په وروستیو ورځو کې یې په حکومتي جرګو او غونډو کې ګډون کړی دی د جرګې د پرېکړې له منلو انکار کړی دی.

جرګې د اګست پر اتمه یوشمېر هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړي ول چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول. په میرامشا کې د پوځ یو لوړپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د اتمانزیو جرګې د ځوانانو پارونې هڅه کړې او پر حکومتي لاریونوالو یې کاڼي ورولي دي.

XS
SM
MD
LG