د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين په دوو مقدمو کې تر ضمانت وروسته په بله قضیه کې پولیسو ته په رېمانډ وسپارل شو


منظورپشتين پخوا هم څو ځل نیول شوی. دا یې په ۲۰۲۰ کال کې په ډېره اسماعيل خان کې د ګرفتارۍ تصویر دی.
منظورپشتين پخوا هم څو ځل نیول شوی. دا یې په ۲۰۲۰ کال کې په ډېره اسماعيل خان کې د ګرفتارۍ تصویر دی.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت په دوو قضيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين د ضمانت وروسته په يوه بله مقدمه کې پولیسو ته سپارلی دی.

د منظور پښتین یو وکیل ایمل خان مندوخیل نن د دیسمبر پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل، نن سهار په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت په دوو مقدمو کې د منظور پښتین ضمانت منظور کړی وو خو د اګست پر ۱۸مه د ترنول جلسې په لړ کې پر منظور د یوې بلې مقدمې لړ کې پولیسو د هغه د ریمانډ غوښتنه کوله. د هغه په وينا له همدې امله عدالت، پشتين پولیسو ته د دوو ورځو په ریمانډ ورکړ.

د پښتون ژغورې غورځنګ (پي ټي اېم) يو مخکښ ادریس پشتين پر اېکس چې پخوا ټويټر وو، ليکلي چې د ترنول مقدمه جعلي‌ ده. هغه ويلي چې دا په عدالتي بهیر جدي پوښتنې راپورته کوي. هغه وايي پر مشر یې درج شوې مقدمې بې بنیاده دي.

تر دې مخکې ادریس پشتين مشال راډيو ته ويلي وو چې نن د دیسمبر پر ۲۶مه د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د منظور پشتين پرضد د ترهګرۍ پر دواړو مقدمو کې ضمانت ومانه. د ادریس په وينا، هغوی د قاضي په غوښتنه ۳۰، ۳۰ زره روپیو ضمانتي مچلکې هم جمع کړي خو جج د يوې بلې قضيه اورېدلو لپاره ولاړ او پر کاغذونو یې لاسلیک ونکړ.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د دیسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي وو چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري.

د غورځنګ غړو او پلویانو د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د دیسمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي وو. خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول. پر دغه ورځ، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بیان کې د پاکستان پر ریاست غږ وکړ چې د غورځنګ له مشرانو سره دې دا ډول چلند ودروي.

د منظور پشتين د قضیې اورېدنې د دیسمبر پر اتلسمه او بیا د دغې میاشتې پر ۲۳مه، دوه ځلې ځنډېدلې وه. دلیل یې د جج یا قاضي نه موجودیت ښوول شوی وو. غورځنګ ګواښ کړی وو چې که د ضمانت د قضیې د نه اورېدو دا تکتیکونه روان پاتې شي، غړي به یې په اسلام اباد کې پرلت ووهي.

د بشري حقونو لپاره کار کوونکی، منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو او پوځي وياندانو په بېلابېلو وختونو کې پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې سمې نه دي او د وسله والو پر وړاندې د مبارزې په وخت توپيري چلند کېږي. هغه له همدې امله پر پاکستاني پوځ نيوکې کوي او غوښتنه لري چې د ملګرو ملتونو لخوا دې د حقیقت موندنې يو کمېسیون جوړ شي.

پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د ايين له مخې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په لویو جلسو کې توندې ويناوې د ایین د ۱۹مې مادې له مخې، غيرقانوني نه دي. په دې ماده کې راغلي چې پاکستاني وګړي د بیان ازادي لري.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG