د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې تر نيول کېدو وروسته، منظور پشتين اسلام اباد ته لېږدول شوی


منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځل نیول شوی دی. دا یې د ۲۰۲۰ کال تصویر دی چې پولیس یې زندان ته بیایي.
منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځل نیول شوی دی. دا یې د ۲۰۲۰ کال تصویر دی چې پولیس یې زندان ته بیایي.

د بلوچستان چارواکي وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتين یې تر نيولو وروسته له صوبې ایستلی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزی د دیسمبر پر څلورمه خبریالانو ته وويل چې پشتين په چمن کې تر نيول کېدو وروسته، په خیبر پښتونخوا کې د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی دی. خو د ډيره اسماعيل خان پوليسو ځينو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته وړل شوی دی.

اڅکزي په خبري غونډه او د چمن ډيپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو اهلکار زخمي کړی دی. خو پر ټولنیزو رسنيوو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې د امنيتي ځواکونو موټرې ښکاري چې د منظور پشتین د ګاډي مخه نیسي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د چارواکو بیانونه بې بنیاده دعوې بولي.

په بلوچستان کې د دې غورځنګ مشر نورباچا د دیسمبر پر څلورمه، پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې ويلي چې دی د منظور پشتين سره په ګاډي کې ناست وو چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړي. هغه زیاته کړه: "موږ ته یې نه د ګاډي ودرولو ويلي او نه یې هم په لاره کې داسې خنډ جوړ کړی وو چې موږ دې ودريږو. پولیس وو، اېف سي والا او لېويز وو. دوی زموږ پر ګاډي لس ډزې وکړي. موټر تاسو لیدلی شئ. حکومت هسې پروپېګنډه کوي."

د بلوچستان پولیسو منظور پشتين د دیسمبر پر څلورمه هغه وخت ونيو چې نوموړی د ګڼو ګاډو په يوه قافله کې له چمنه تربت ته روان وو. منظور پشتين تر دې یوه ورځ‌مخکې په يو ويډيو بیان کې ويلي وو چې غواړي د بلوچانو د ماورای عدالت وژنو په خلاف د تربت په پرلت کې ګډون وکړي او بلوڅانو سره د پښتنو يووالی وښيي.

غورځنګ د دیسمبر پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د پشتين نيول یې د بیان ازادۍ او د پاکستان ايين ورکړيو حقونو خلاف ده. د غورځنګ غړيو او خواخوږو په کوټه، ژوب، پېښور، کراچۍ، بنو، او اسلام اباد کې لاریونونه وکړل.

په همدې حال کې د بشري حقونو ګڼو فعالانو او سیاستوالو د منظور پشتین نيول غندلي دي. دوی غوښتنه کړې چې نوموړی دې ژر تر ژره خوشې شي. د ملي‌جمهوري غورځنک مشر محسن داوړ پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي‌چې د پشتين نيول شرمناکه کار دی. هغه زیاته کړې چې پشتين باید له قيده خلاص شي.

د غورځنګ يو مشر او د پارليمان مخکيني غړي علي وزیر چې پخپله یې هم ډيره موده په زندان کې تېره کړې، پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي: "ګرفتاریانې زموږ حوصلې نه شي ماتولی. دا به مو ارادې لا پخې کړي".

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د منظور پشتين تر نيول کېدو لږ وروسته، په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې د کورنيوو چارو وزارت بلوچستان ته د منظور پشتين په ورتګ بندیز لګولی نو ځکه هغه هلته نه شي ورتللی. هغه دا ادعا هم وکړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ضد تحريک دی.

خو د دې غورځنګ مشرانو تل ويلي چې د پاکستان د ایین لاندې د پښتنو لپاره حقونه غواړي. د جان اڅکزي تر خبري غونډې مخکې په بلوچستان کې د دې غورځنک مشر زبیر اغا مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د پښتين په مشرۍ پر قافله ډزې وکړې خو نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی البته دوه تنان ټپي شوي دي.

منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځل نیولی شوی دی. پاکستانيوو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي. خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي. پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي.

XS
SM
MD
LG