د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظور پشتين ضمانت منظور شو


منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په جلسه کې د خپلو پلويانو په منځ کې - انځور د ۲۰۲۰ کال دی
منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په جلسه کې د خپلو پلويانو په منځ کې - انځور د ۲۰۲۰ کال دی

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين ضمانت منظور کړی دی.

د غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين مشال راډيو ته وويل چې نن د دیسمبر پر ۲۶مه د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د منظور پشتين پرضد د ترهګرۍ پر دواړو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه. د هغه په خبره قاضي د ۳۰، ۳۰ زره روپیو ضمانتي مچلکو جمع کولو امر يې وکړ.

نوموړي زياته کړه چې هغوی د ضمانت کاغذونه جوړ کړي خو د جج لاسليک ته انتظار کوي. د ادريس پشتين په وينا، جج دا وخت د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پرضد د قضیې اورېدنې لپاره د اډیالې زندان ته تللی دی.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د دیسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي وو چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري.

د غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د دیسمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي وو. خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول. پر دغه ورځ، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بیان کې د پاکستان پر ریاست غږ وکړ چې د غورځنګ له مشرانو سره دې دا ډول چلند ودروي.

د منظور پشتين د قضیې اورېدنې د دیسمبر پر اتلسمه او بیا د دغې میاشتې پر ۲۳مه، دوه ځلې ځنډېدلې وه. دلیل یې د جج یا قاضي نه موجودیت ښوول شوی وو. غورځنګ ګواښ کړی وو چې که د ضمانت د قضیې د نه اورېدو دا تکتیکونه روان پاتې شي، غړي به یې په اسلام اباد کې پرلت ووهي.

د بشري حقونو لپاره کار کوونکی، منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو او پوځي وياندانو په بېلابېلو وختونو کې پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې سمې نه دي او د وسله والو پر وړاندې د مبارزې په وخت توپيري چلند کېږي. هغه له همدې امله پر پاکستاني پوځ نيوکې کوي او غوښتنه لري چې د ملګرو ملتونو لخوا دې د حقیقت موندنې يو کمېسیون جوړ شي.

پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د ايين له مخې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په لویو جلسو کې توندې ويناوې د ایین د ۱۹مې مادې له مخې، غيرقانوني نه دي. په دې ماده کې راغلي چې پاکستاني وګړي د بیان ازادي لري.

XS
SM
MD
LG