د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ دې له لیکې نه اوړي: جنرل غفور


د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې مشر مېجر جنرل اصف غفور
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې مشر مېجر جنرل اصف غفور

د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د درو غوښتنو د پوره کولو لپاره یې له وړاندې کار شروع کړی وو.

نوموړي د ډېسېمبر پر شپږمه په راولپنډۍ کې خبري کانفرس ته ويلي چې په قبايلي علاقو کې د پنځلسو کالو جنګ، د ترهګرۍ پېښو او پوځي عملياتو له وجې قبايلي ولس ډېر زيات ځپل شوي ځکه دردمن دي. خو د دوی په خبره د قبايلي ولس حقونو لپاره پښتون تحفظ موومنټ تراوسه هېڅ تشدد نه دی کړي خو يوازې بدې ردې وايي: (زما به له دوی نه دا خواست وي، چې ستاسو حقيقي غوښتني حکومت او د پاکستان پوځ، د هغوی په وينا نه بلکې له ډېر مخکې نه سر ته رسولو کار پیل کړی وو.)

نوموړي په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي کارونو ذکر وکړ چې هلته اووه کيډېټ کالجونو جوړ شوي دي، سړکونه غځېدلي دي، کاروبارونه پیل شوي دي او په دې کې ورځ تر بلې ښه والۍ راځي.

د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د پي ټي اېم په حواله په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه که څه هم هغوی تر اوسه تشدد کې نه دي ښکېل خو که ليکې تېر شي نو پروړاندې به یې زور وکاروو.

د پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور له پښتون ژغورنې غورځنګ خواست وکړ چې پرامنه ډول خپل کردار ترسره کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ورکو پسې ګرځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00

پي ټي اېم وايي چې د نقیب الله مسید په وژنه تورن د کراچۍ پولیسو پخوانی مشر راو انور دې سزا کړل شي. ټول تری تم کړل شوي کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي. هدفي وژنې دې ودرول شي. او تر ټولو مهمه دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه لري چې د پښتنو پر ځمکه د بدامنۍ ترشا د لاملونو مالوملو لپاره دې د ریښتيا او پخلاينې کمېشن جوړ کړل شي.

د پښتون تحفظ موومنټ وياند فضل خان ايډوکيټ وايي د پوځ وياند له خبرو سره متفق نه دی او دوی د هغه غوښتنو خبرې وکړې چې په اسلام اباد کې د لومړي پرلت پر وخت يې کړې وې: (موږ له رياسته يوه ساده پوښتنه لرو چې په راتلونکیو ورځو کې که ستونزې او مسلې راشي نو د هغو لپاره به موږ اواز نه پورته کوو. زموږ څومره غوښتني وي، هغه دوي منلې دي چې دا د ائين او قانون تر چوکاټ لاندي دي. نو که چري دا د ائين او قانون مطابق دي نو بيا ولې پرې عمل نه کوي.)

فضل خان ايډوکيټ له مشال راډيو سره په په خپلو خبرو کې د پوځ وياند ته چينلج ورکړ چې یوڅوک دې دا وايي چې د دوی غوښتني ناسمې دي. او زیاتوي تر هغو به خپله مبارزه جاري ساتي چې د نورو هېوادوالو غوندې یې پښتنو ته ائيني او قانوني حقوق نه وي ترلاسه کړي.

د پي ټي ايم وياند دا هم وويل چې د دوي هره يوه غوښتنه به د ائين او قانون تر چوکاټ لاندې وي.

XS
SM
MD
LG