د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښیتن په ډېره اسماعیل خان کې زنداني شو


منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته وسپارل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د منظور پښتین یوه وکیل شهاب الدین خټک وول چې د ده موکل یې اوس د ډېره اسماعيل خان مرکزي زندان ته لېږلی دی او زیاتوي چې د دوی ملګریو وکیلانو اوس د ضمانت لپاره درخواستونه جمع کړي دي.

خټک په خپلو خبرو کې زیاته کړه که بدنیتي پکې نه وي نو پر منظور پښتین باندې لګول شویو تورونو کې هېڅ هم نشته او ضمانت به یې وشي.منظور پښتين د یکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه د پېښور پوليسو نيولي وو.

د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیولي ملګري یې خوشې کړل.

عدالت په خپله اورېدنه کې وویل چې منظور پښتین به ډېره اسماعیل خان عدالت ته وړاندې کېږي ځکه چې مقدمه هم هلته پرې لګول شوې ده.

که څه هم پر هغه ورځ د منظور پښتین وکیل شهاب الدین خټک عدالت ته خواست وړی وو چې د ده موکل دې په ضمانت پرېږدي او دوی به یې خپله ډېره اسماعېل خان عدالت ته وړاندې کړي خو جج یې خواست و نه منلو.

د پېښور عدالت منظور پښیتن د ډېره اسماعیل خان عدالت ته ولېږلو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00

د پېښور پولیسو دوی د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال نیولي ول او وايي، پر منظور یې د نقص امن په ګډون یو شمېر دفعې لګولې دي. د پېښور تاکال تاڼې يوه چارواکي نبي ګل مشال راډیو ته وويل، په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي اېم د مشر پرضد مقدمه درج وه نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی.

په منظور پښتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د روانې مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې وه. د مقدمې په اېف ای ار کې ويل شوي چې منظور پښتين د (وزيرستان شپې) په نوم يوې دستورې ته په وینا کې د پاکستان رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ای ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وینا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ایين نه مني ځکه چې دا ایين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".

په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پښتين) د پاکستان د ریاست پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".

پر منظور پښتين تر (۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ اې) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین یوه بل وکیل فرهاد اپرېدي د پېښور په کچارو کې له مشال راډيو سره په خبرو کې پر خپل موکل کښلې مقدمه بې بنیاده وبلله:

''اېف ای ار د ډېره اسماعیل خان په تاڼه کې د جنورۍ پر شلمه نېټه ثبت شوی دی، هلته د وزیروشپې په نوم په یوه پروګرام کې منظور پښتین په خپل تقریر کې د پي ټي اېم هغه قانوني او ایني پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې دي، خو په اېف ای ار کې پر هغه باندي دا تور لګول شوی چې پښتین د ایین سرغړونه کړې ده او د قامونو په اړه یې له کرکې ډک تقریر کړی دی او د دښمنۍ او د بدۍ د راجوړولو هڅه یې کړې ده او د ریاست پرضد د سازش ارتکاب یې کړی دی.''

د بشري حقونو نړیوال سازمان، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او سياسي ګوندونو د منظور پښتين نيول غندلي او د هغه د خوشېکولو غوښتنه يې کړې ده.

د سېنشبې/نهې په ورځ د پاکستان ډېری پښتون مېشتو سیمو په ګډون په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد پراخې احتجاجي مظاهرې وشوې.

په اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د پي ټي اېم د مخکښ مشر محسن داوړ په ګډون یوڅو مظاهره چيان پوليسو نيولي وو.

وروسته محسن داوړ وویل، دی او ملګري يې خوشې شوي دي.

وړاندې هم د محسن داوړ او علي وزیر پشمول د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر فعالان نیول شوي دي خو په عدالتونو کې پر هغوی د لګول شويو تورونو نه ثابتولو له کبله پرېښودل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG