د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو د منظور پشتين د نیول کېدو پر ضد وتلي مظاهره چيان نيولي دي


په چمن کې د دیسمبر پر پينځمه، د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد مظاهره
په چمن کې د دیسمبر پر پينځمه، د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد مظاهره

د سیند پولیسو په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې ځيني هغه غړي نيولي چې د خپل مشر منظور پشتين د خوشې کولو لپاره یې مظاهره کوله.

په سیند کې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وياند، رويداد خان د دیسمبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې پولیسو ل بېلابېلو سیمو د دوی له ۲۰ زیات ملګري نيولي دي. هغه زیاته کړه چې دوی په سهراب ګوټ او ځينو نورو برخو کې احتجاجونه کول.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د دیسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړي د چمن احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزی د دیسمبر پر څلورمه خبریالانو ته وويل چې پشتين په چمن کې تر نيول کېدو وروسته، په خیبر پښتونخوا کې د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی دی. خو د ډيره اسماعيل خان پوليسو ځينو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته وړل شوی دی.

اڅکزي په خبري غونډه او د چمن ډيپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو اهلکار زخمي کړی دی. خو پر ټولنیزو رسنيوو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې د امنيتي ځواکونو موټرې ښکاري چې د منظور پشتین د ګاډي مخه نیسي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د چارواکو بیانونه بې بنیاده دعوې بولي.

په بلوچستان کې د دې غورځنګ مشر نورباچا د دیسمبر پر څلورمه، پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې ويلي چې دی د منظور پشتين سره په ګاډي کې ناست وو چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ ته یې نه د ګاډي ودرولو ويلي او نه یې هم په لاره کې داسې خنډ جوړ کړی وو چې موږ دې ودريږو. پولیس وو، اېف سي والا او لېويز وو. دوی زموږ پر ګاډي لس ډزې وکړي. موټر تاسو لیدلی شئ. حکومت هسې پروپېګنډه کوي."

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد د ریاست رويه بنده کړي. دې کمېشن پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې پي ټي اېم هېڅکله تشدد نه دی کړی او په سوله ییز ډول خپل حقونه غواړي. کمېشن د پشتين د نيولو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

غورځنګ د دیسمبر پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان وکړ. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د پشتين نيول یې د بیان ازادۍ او د پاکستان ايين ورکړيو حقونو خلاف ده. د غورځنګ غړيو او خواخوږو په کوټه، ژوب، پېښور، کراچۍ، بنو، او اسلام اباد کې لاریونونه وکړل.

د غورځنګ يو مشر او د پارليمان مخکيني غړي علي وزیر چې پخپله یې هم ډيره موده په زندان کې تېره کړې، پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي: "ګرفتاریانې زموږ حوصلې نه شي ماتولی. دا به مو ارادې لا پخې کړي".

منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځل نیول شوی دی. پاکستانيوو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي. خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي. پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي.

XS
SM
MD
LG