د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د سياسي او شهري ازاديو وضعيت او د پي ټي اېم مبارزه


د جمهوريت او ازاديو په اړه امريکا مېشتې یوې غير سرکاري ادارې فريډم هاوس په یوه تازه رپورټ کې پاکستان په هغو ۶۸ هېوادونو کې یاد کړی چې پکې سياسي حقونه او شهري ازادۍ کمزوري شوې دي.

ادارې دا رپورټ د فبرورۍ پر پنځمه په داسې حال کې خپور کړی چې وار له مخه په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه، مدني فعالان او د بشري حقونو سازمانونو تور پورې کوي چې په دې هېواد کې رسنۍ، ځینې ګوندونه او د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمانونه له محدديتونو سره مخامخ دي.

په دوی کې يو هم پښتون تحفظ موومېنټ دی چې هم د سېشنبې پر ورځ يې د مظاهرې پر مهال په اسلام اباد کې يو شمېر غړي نيول شوي دي.

دا غورځنګ له تېر يو کال راهيسې د خپلو يو شمېر غوښتنو لپاره جلسې جلوسونه کوي او پر دې مهال مشران او غړي جېلونو ته اچول شوي او وژل شوي دي.

په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.

مېلمانه مو د پاکستان پوځ پخوانی چارواکی برېګېډيير سيد نذير او پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعاله غړی شهباز خان ستورياني دي.

پاکستان کې سياسي او شهري حقونو وضعيت او د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG