د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پاکستان موږ ته د احتجاج حق لا نه راکوي


پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې جلسه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې جلسه کړې ده

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پاکستان ریاست باید د پښتنو په سیمه کې د ناامنۍ لړۍ پای ته ورسوي‌ او ټول لادرکه خلک زر تر زره خوشي او یا عدالت ته وړاندې کړي.

دا څرګندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د اګست پر ۱۸مه د اسلام اباد پر جي ټي سړک د یو پراخې احتجاجي جلسې پر مهال کړې دي.

دې جلسې ته د غورځنګ د مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورالله ترین په ګډون د غورځنګ ګڼ شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

دوی له دې کبله پر ریاستي ادارو لا سختې نیوکې وکړې چې ولې یې دوی ته اجازه ورنکړه چې له اعلان سره سم د سپریم کورټ مخې ته جلسه وکړي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې جلسې په وینا کې وویل چې په لاهور کې د ځناورو لپاره د احتجاج اجازه شته خو په اسلام اباد کې د پښتنو لپاره د جلسې اجازه نشته.

نوموړي د پاکستان پر پوځ، جاسوسي‌ ادارو او سیاسي مشرتابه سختې نیوکې وکړې.

منظور پښتین په جلسه کې پر شریکو خلکو غږ وکړ چې په خپلو کلیو کې د غورځنګ تنظیم لا فعال او منظم کړي.

نوموړي که څه هم نور وضاحت ونکړ خو زیاته یې کړه چې بل ځل چې د احتجاج لپاره اسلام اباد ته ځي نو بڼه به یې بدله وي.

د غورځنګ بل مخکښ علي وزیر هم په خپله وینا کې پر ریاستي ادارو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې د پښتنو په سیمه کې په روانو ناامنیو رامنځ ته کولو تورن کړل.

ده وویل، "موږ له مرګونو ستړي یو، موږ له لادرکه کېدو ستړي شو، موږ په خپل وطن کې پر چیک پوسټونو له ځورول کېدو ستړي شو، تاسو موږ په خپل وطن کې ګرځېدو ته نه پرېږدئ."

علي وزیر د پاکستان پر ریاست غږ وکړ چې د ده په وینا، "موږ ته ووایاست چې موږ اوس څه وکړو او کومه لاره غوره کړو."

پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی وو چې د سپریم کورټ مخې ته به جلسه کوي خو هلته له نه پرېښودل کېدو وروسته یې پر جي ټي سړک خپله احتجاجي جسله وکړه.

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زرګونه غړي او پلویان د خپل مشر منظور پښتین په مشرۍ کې له ترنول سیمې د قافلې په شکل کې د سپریم کورټ مخې ته روان شو خو پولیسو ورته لاره بنده کړې وه او دوی یې پرېنښودل چې مخته لاړ شي.

پولیسو د دوه رویه سړک هغه اړخ تړلی وو پر کوم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اسلام اباد پر لور روان وو. خو د هم دې سړک دویم اړه بیا د غورځنګ غړو بند کړ او هم هلته یې خپله جلسه پیل کړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وویلي وو چې د غونډې موخه د ناامنۍ پرضد احتجاج کول، د دوی پر وسایلو د "قبضې مخنیوي" لپاره غږ پورته کول او د پښتنو د حقونو غوښتل دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا دا احتجاجي جلسه په داسې حال کې وشوه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د یاد غورځنګ ګڼ شمېر ملګري په دې وروستیو کې نیول شوي او بنديان دي.

بل پلو د اسلام اباد انتظامیې ویلي وو چې وار له مخه یې په هغه ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې وه چې ورسره سم، د پینځو یا زیاتو کسانو په یو ځای کې پر ورغونډېدو، مظاهرو او لاریونونو بندیز دی.

XS
SM
MD
LG