د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ او پي ټي اېم: له کرښې پښه چا اړولې ده؟


کراچي کې د پي ټي اېم غونډه (۲۰۱۸)
کراچي کې د پي ټي اېم غونډه (۲۰۱۸)

پراګ - د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د ډیسمبر پر شپږمه په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم ډیرې غوښتنې پوره شوي او غورځنګ دې له کرښې نه اوړي ګنې پر ضد به يي ریاست اقداماتو ته مجبوره شي.

بلخوا د پوځ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې د غورځنګ مشرانو ویلي چې له کرښې دوي نه بلکې ریاست اوښتی دی. د ډيسمبر پر اوومه له مشال راډیو سره په خبرو کې د غورځنګ یوې فعالې غړې ثنا اعجاز وویل چې دوی د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپلو بنیادي بشري حقونو د تحفظ غوښتنه کوي او هیڅکله يي هم له قانونه سرغړونه نه ده کړې. هغې زیاته کړه چې په داسې ‘دړکو’ ریاستي ادارې دوی له خپلو غوښتنو اړول غواړي.

"موږ غوښتنه کړې وه چې په قبایلي سیمو کې دې د ريښتیا معلومولو او روغې جوړې لپاره یو کمیشن جوړ کړل شي خو هغه خبره دوی هېره کړې ده. که تاسو د پوځ د ویاند خبرو ته وګورئ نو ده ویلي دي چې په عملیاتو کې څه شوي دي هغه خبرې هیرې کړئ او مخکې به ځو. پر مخ به هله ځو چې د تیرو خبرو حساب وشي."

​ ثنا اعجاز زياتوي چې پي ټي اېم د هر څه حساب کتاب غواړي. هغې پوځ تورن کړ چې د پوليسو د افسر راؤ انور نوم هم نه اخلي چا چې په کراچي کې وزيرستانی ځوان نقيب الله مسود ماورايې عدالت وژلی و.

"نو له کرښې خو موږ چیرې هم نه یو اوښتی، البته تر دې یوې کرښې مو پښه اړولې ده او هغه دا چې په دې ریاست کې د استخباراتي ادارو نوم اخيستل ډېر ګران کار و او هغه موږ وکړ"

بلخوا د پوځ د وياند د بيان په اړه په پېښور پوهنتون کې د سیمه يیزه مطالعاتو د مرکز پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې ریاست د غورځنګ غوښتنې یا خو پوره کولی نه شي او یا يي پوره کول نه غواړي نو له دې کبله هڅه کوي چې خاموشه يې کړي.

"رياست باندې ډیر لوی فشار دی ځکه چې راتلونکې میاشت کې چې د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې (فايننشل اېکشن ټاسک فورس) کومه غونډه ده، په هغه کې له ملک دننه هم او له بهر دنیا نه هم دا اوازونه را روان دي چې پاکستاني ریاست د ترهګرۍ د مخنیوي په ځای له دې سترګې پټوي. نو دوی دې خبرې وارخطا کړي دي. او د پي ټي ایم ځوانان چې کوم دا خبرې کوي چې ورک کړل شوي کسان دې عدالتونو ته راوستل شي، له هغې نه دوی وېرېدلې دي او غواړي چې دا ځوانان خاموشه کړل شي."

​په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو پوه او لیکوال ډاکټر محمد تقي وايي چې د پوځ د ویاند دا کار نه دی چې په سیاسي چارو څرګندونې وکړي.

"د پاکستاني استخباراتي ادارې اندېښنه لري چې په څه طریقه افغانان د پي ټي ایم مرسته کوي. خو موږ ته معلومه ده چې پي ټي ایم ډېر شفاف تحریک دی، مشرتابه يي معلوم دی، مالي پنګې يي معلومې دي او پروګرام يي معلوم دی. د پاکستان د ایین په چوکاټ کې دوي خپله مبارزه پر مخ وړي. د دوی په شپږو غوښتنو کې ریاست یوه هم نه ده پوره کړې. زما خیال دی چې دا مبارزه پر مخ ځي نو داسې موقعه به بیا راشي چې دا خبره به پرلت یا احتجاج ته رسي او هغه احتجاج کې پوځ داسې کولی شي چې د پي ټي ایم پر ضد د عملیاتو لپاره یوه بهانه جوړه کړي."

د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور خبري غونډې ته دا هم وویل چې د دغه غورځنګ پر فعالیتونو ژور نظر لري خو تر اوسه يي پرضد له تشدده کار نه ‌دی اخېستی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG