د لاسرسي ځای

تازه خبر

بخښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ بندیان ژر پرېږدئ


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د بخښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني حکومت ږغ کړی چې د پښتون تحفظ مومنټ ۳۷ فعالان دې بې له ځنډه سمدستي خوشې کړي چې دا مهال په راولپنډۍ کې د ګڼې ګوڼې او تاوژن (پرتشدده) اډیاله زندان کې بندیان دي. سازمان لیکي، هغوی د پي ټي اېم په یوه سوله ییز لاریون کې چې په پاکستان کې یې له عدالته لیرې وژنو، په زوره ورکونو او د بشري حقونو نورو سرغړونو د پای ته رسولو ږغ کاوه، برخه اخېستې وه.

د چارشنبې په ورځ په خپاره کړي یوه بیان کې امنېسټي انټرنېشنل ویلي دي، چې په دغه ۳۷ نیول شویو زده کوونکیو کې یې د ځینو امتحان هم کېدلو، چې پرې د بغاوت مقدمه کښل شوې چې د نوابادیاتي دورې قانون دی او دا له اوسنيو نړیوالو معیارونو سره په هېڅ ډول سمون نه خوري او ان دا چې د هغوی د ضمانت غوښتنه یې هم نه ده منل شوې او هغوی یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته سپارلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکي چې د نړیوالو بشري حقونو قانون او د پاکستان په ایین کې د سوله ییز لاریون حق خوندي شوی دی. دوی وايي چې د اوسني زمان او حقونو ته د درناوي ټولنو کې د بغاوت تورونه په هېڅ توګه د منلو وړ نه دي او غږ یې کړی چې پر سوله ییزو زده کوونکيو دې په هېڅ صورت د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه نه چلول کېږي.

د امنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا مرستیالې مشرې دینوشیکا دیسانیاکا په خپل بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۷ بندیانو د زغرده او بې له شرطه ازادولو غوښتنه کړې ده، د دې په خبره هغوی تش په دې نیول شوي چې د بیان ازادۍ لرلي حق له مخې خپل ږغ پورته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په لاهور کې پر شپږم جون د ګل بخارۍ د څو ساعتونو لپاره پر نیولو هم اندېښنه ښودلې.

کالم لیکونکې او فعاله ګل بخاري پر پاکستاني پوځ کلکې نیوکې کوي او د اییني حقونو لپاره د پي ټي اېم ملاتړې ده.

د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور خبریالانو ته ویلي ول چې د ګل بخاري په تښتونه کې پوځ لاس نه لري.

ګل بخاري ته هر هغه یوه ورځ وروسته نیول شوې وه، د پوځ ویاند په خبري کنفرانس کې شکایت کړی وو چې د ''ټولنیزې رسنۍ'' کاروونکي پر ریاست نیوکې کوي.

د دې په ځواب کې د ډان مېډیا ډلې مشر حمید هارون د جون پر ۷مه ۲۰۱۸م کال په اسلام اباد کې د ټول پاکستان خبریالانو ټولنې ته وویل چې پاکستان د بیان ازادۍ پر وړاندې ډېره خطرنامه لوبه پیل کړې ده.

دینوشیکا دیسانیاکا وايي، پاکستان په تېر کې د خپلواکې مېډیا بیان په ویاړ کاوه. خو له بدمرغه اوس داسې نه ده. هلته اوس نه خلک په ازاده خبره کولی شي او نه لیکلی شي.

نور ولولئ

محسن داوړ: ''ملګري مو تر اختر مخکې پرېږدئ, ګنې جرګه نه کوو''

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندیانو د ترهګرۍ مقدمه لګېدلې

محسن داوړ: د رزمک جلسې ځنډونه د ملګرو خوشېکېدو په شرط

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري

XS
SM
MD
LG