د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي له ټي ټي پي سره یې هېڅ مذاکرات روان نه دي


د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت ويانده، ممتاز بلوچ - انځور له ارشیفه
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت ويانده، ممتاز بلوچ - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت وايي چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره يې داوخت هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي.

د دې هېواد بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ممتاز زهره بلوچ د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د غيرقانونه ترهګرۍ ډلې تحريک طالبانو سره د سولې خبرې نشته. تر دې مخکې ځينو پاکستانيوو رسنيوو راپور ورکړی وو چې د پاکستان حکومت يو ځل بیا له تحريک طالبان وسله والې ډلې سره د قبايلي مشرانو له لارې خبرې پيل کړې دي.

ممتاز بلوچ دا خبره په داسې حال کې کړې چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو چې د پاکستان او ټي‌ټي پي ترمنځ‌ منځګړتوب ته تيار دي. هغه د افغانستان شخصي ټېلېوېژن طلوع نیوز ته ویلي ول چې دوی هم په سیمه کې امنیت غواړي.

خو ممتاز زهره بلوڅ د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري لا د وړاندې دریځ څرګند کړی دی. بلاول بوټو زرداري د روان کال جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه به له هغو مشکوکو ترهګرو ډلو سره مذاکرات نه کوي چې د هېواد ایین او قانون نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې وسلوال بریدونه زیات شوي چې پکې د پولیسو، پوځ او قامي مشرانو ترڅنګ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پخواني حکومت د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو د پوځ له مشرتابه سره په سلا له تحریک طالبان پاکستان سره په کابل کې خبرې اترې کړې وې چې منځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو..

په څو پړاونو کې شویو هغو مذاکراتو کې ځينې سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو. خو د تحریک طالبان پاکستان له خوا د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمیدو وروسته په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه.

د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسلوالو بیا ځان منظم کړی او جديدې وسلې یې لاس ته راوړي نو ځکه یې بریدونه ډېر شوي دي. د هغو بریدونو په غبرګون کې سیاستوالو، فعالانو او ځايي مشرانو په وار وار په بېلا بېلو سیمو کې د ولسي پاڅون په نامه لاریونونه او احتجانونه کړي او له حکومته يې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ حکومت او پوځ د اپريل په مياشت کې د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د وسله والو پر ضد به هدفي عمليات کوي. شريف زیاته کړې وه چې په دې اړه به په پارلېمان کې د قبايلي سيمو د استازو اندېښنې هم ځوابوي.

تر دې غونډې يوه ورځ مخکې، په پارلېمان کې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان استازو او ځینو نورو د خبرو پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې کړې وي او اندېښنې یې څرګندې کړې وي. دوی غوښتنه کړې وه چې باید لومړی له هغو پوځي چارواکو سره احتساب وشي، د چا د پریکړو له کبله چې ترهګري ډیره شوې ده

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG