د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې سږکال تر ۱۳۰ زيات پولیس سرتېري وژل شوي دي


په خیبر کې د وژل شوي پولیس افسر عدنان اپرېدي د جنازې مراسمو کې پولیس سرتېري هغه ته سلامي کوي ـ د جولای ۲۵مې انځور.
په خیبر کې د وژل شوي پولیس افسر عدنان اپرېدي د جنازې مراسمو کې پولیس سرتېري هغه ته سلامي کوي ـ د جولای ۲۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا پولیس چارواکي وايي چې د روان ۲۰۲۳ز کال په لومړیو اووه میاشتو کې په هغه صوبه کې په حملو او نښتو کې تر ۱۳۰ زیات پولیس سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو دا څرګندونې د اګست پر درېیمه په چارسده کې د وژل شویو پولیسو په یاد په یوه غونډه کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې نن (د اګست پر څلورمه) په خیبر پښتونخوا کې حکومت په حملو او نښتو کې د وژل شویو پولیسو د یاد ورځ لمانځي.

د هغې صوبې د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او له وسلوالو ډلو سره د نښتو پر مهال تر ۱،۶۰۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي.

په وروستیو کې، د خیبر پښتونخوا پر پولیسو او تاسیساتو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه بریدونه بېلابېل ډولونه لري، چې په کې ځانمرګي بریدونه، هدفي وژنې او د پولیسو پر مرکزونو وسلوال بریدونه شامل دي.

د جولای پر ۲۵مه په جمرود کې په جومات کې په ځانمرګي برید د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی ووژل شو. تر دې دې مخکې د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

سږ کال د خیبر پښتونخوا پر پولیسو تر ټولو لوی برید د جنورۍ پر ۳۰مه په پېښور کې هغه مهال وشو چې د پولیس لاین په جومات کې ځانمرګي برید شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل.

تر دې وروسته د مارچ پر ۳۰مه په لکي مروت کې د ماین په چاودنه کې د پوليسو د يوه افسر، ډي ايس پي اقبال مومند په ګډون پينځه پوليس ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې وه.

پولیس چارواکي وایي تر ۲۰۰۸ز او ۲۰۰۹ز کلونو وروسته په ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې. تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات کړل.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنده پور په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیت پر موضوع غونډې ته وویل، د وسلوالو لاسونو ته "جدیده وسله" لویدلې او همدا لامل دی چې هغوی پر پولیسو د شپې مهال بريدونه وکړای شول.

ګنډه پور وویل، د خیبر پښتونخوا پولیسو هومره جدیده ټېکنالوژي نه لرله چې شپې مهال وسلوال وویني او حملې یې په شا وتمبوي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي که څه هم حملې ورباندې زیاتې شوي خو مورال یې ټیټ شوی نه دی. د چارسدې د پولیسو مشر محمدعارف د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل پولیسو مخکې هم له وسلوالو سره مقابلې کړې او بیا هم ورته دوام ورکوي. هغه وویل پولیسو د پخوا پرتله ښه روزنه او نوې وسله یې ترلاسه کړی او هڅه کوی چې د ناامنۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG