د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوارالحق کاکړ: په افغانستان کې له بهرنيوو ځواکونو پاتې وسلې د ټولې سیمې لپاره خطر دی


د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ

د پاکستان نګران وزیراعظم وايي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې امنيتي حالت ډير خراب شوی دی.

انوارالحق کاکړ د سپتمبر پر درېيمه، له جیو نیوز ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي چې ډېرو فکر کاوه چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره به په پاکستان کې حالات ښه شي، خو د هغه په وينا حالت د ښه کېدو پر ځای لا ترینګلی شوی دی.

کاکړ د دې ناامنۍ لامل په بېړه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل او بېلابېلو ډلو ته له هغوی د پاتې شویو وسلو په لاس ورتلل وبلل. هغه زیاته کړه چې دا وسلې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره خطرناکې دي.

نوموړي زیاته کړه: "په افغانستان کې وسلې او نظامي تجهیزات د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته بې مدیریته پاتې شولې. په هغوی کې شپني دوربینونه او جدیدې وسلې دي. دا نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره په راتلونکې کې د چین، منځنۍ اسیا او ایران لپاره خطر دی. زموږ پر ضد خو یې کارول پیل شوي، خو نور باید انتظار وباسي چې کله به پر هغوی دا حالت راشي."

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير، مخکيني د دفاع وزیر خواجه اصف او نورو پاکستاني چارواکو هم تور پورې کړی وو چې له افغانستانه، وسلوال ورځي او هلته حملې کوي. خو تحريک طالبان پاکستان د اګست پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې دوی له قبايلي سيمو فعالیت کوي. دې ډلې ادعا کړې وه چې د پاکستان چارواکي د خپلو ناکاميو پټولو لپاره پر افغانستان پړه اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي هم ويلي چې افغان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. هغه تېره اوونۍ له العربیه ټېلېويژن سره په مرکه کې ويلي چې سیمه ييز امنيت ته ژمن دی. تر دې مخکې نوموړي پر پاکستان غږ کړی وو چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې جګړه د خبرو له لارې ختمه او مذاکرات دې وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب د اګست پر شپږمه په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې طالبان بايد بل هېواد ته د جګړو کولو لپاره ولاړ نه شي. هغه زیاته کړې وه چې "طالبان دې د جګړې کولو شخصي خواهش له کبله د طالبانو حکومت ته زیان نه رسوي او چيلېنجونه دې نه ورته پيدا کوي."

XS
SM
MD
LG