د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو باور راکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کېږي: رشيد


تحریک طالبان پاکستان که يو خوا د پاکستاني حکومت لخوا تر بندېز لاندې ډلو کې شامله ده نو بلخوا ملګرو ملتونو او امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده.
تحریک طالبان پاکستان که يو خوا د پاکستاني حکومت لخوا تر بندېز لاندې ډلو کې شامله ده نو بلخوا ملګرو ملتونو او امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي، افغان طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي نن (د اګست پر ۲۵مه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وزیراعظم عمران خان د یو بیان په حواله وویل چې پاکستان به هم چا ته د افغانستان پرضد د خپلو ځمکنيو او بحري لارو کارولو اجازه نه ورکوي.

شېخ رشيد دا خبره له هغه وروسته کړې چې امريکا غږ د اګست پر ۲۲مه راپور ورکړ چې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اسلام اباد د هغو شکایتونو د پلټنو لپاره يو درې کسیزه کمېشن جوړ کړی چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره افغان خاوره کاروي.

له دې يوه ورځ وروسته د اګست پر ۲۳مه چې کله په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قریشي څخه د پاکستاني طالبانو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل، دی تمه لري چې تحريک طالبان پاکستان به خپل فعالیتونه بند کړي او د افغان طالبانو مشرتابه به خپله خاوره د هيچا پر ضد ترهګریز فعالیتونو ته پرېنږدي.

تحریک طالبان پاکستان که يو خوا د پاکستاني حکومت لخوا تر بندېز لاندې ډلو کې شامله ده نو بلخوا ملګرو ملتونو او امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده. ملګرو ملتونو د روان کال (۲۰۲۱ز) په جولای میاشت کې په يو راپور کې ويلي و چې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون د يو شمېر نورو پاکستانيو وسله والو ډلو سره تعلق لرونکي شاوخوا شپږ زره روزل شوي وسله وال په افغانستان کې موجود دي او له طالبانو سره یو ځای د افغان حکومت پر ضد جنګيږي.

بلخوا د جولای پر ۲۶مه د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود له امریکايي ټېليويژن "سي اېن اېن" سره په یوه مرکه کې طالبانو ته د افغان خاورې پر نيولو مبارکي ويلې وه.

له راپورونو سره سم پر کابل او د افغانستان پر يوشمېر نورو سيمو باندې د طالبانو له کنټرول وروسته له بېلا بېلو زندانونو څخه په خوشې شويو بنديانو کې سلګونه غړي د تحريک طالبان پاکستان هم دي.

مشال راډيو په دې اړه په قطر کې د طالبانو له يو ویاند سهېل شاهين او په کابل کې له وياند ذبيح الله مجاهد سره د اګست پر ۲۴مه په بېلا بېلو وختونو څو ځله د ټېليفون او وټس اپ له لارې رابطه وکړه خو هغوی ځواب نه وايه.

خو له دې وړاندې د اګست پر ۲۳مه له يو پاکستاني ټېليویژن "جيو نيوز" سره د خبرو پر مهال سهېل شاهين د طالبانو لخوا د درې کسيزه کمېشن جوړولو په اړه ناخبري وښوده، خو زياته يې کړه چې دوی به هيچا ته دا اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

"موږ غواړو چې څوک هم وي، که خپلو هيوادونو ته ستانه شي، دا به بهتره وي، ځکه چې اوس افغانستان په يو نوي دور کې داخل شوی دی او دا د سولې، ثبات او استحکام دور دی. موږ نه غواړو چې زموږ خاوره د چا پر ضد استعمال شي او زموږ ستونزې نورې هم زیاتې شي، نو دا مهال چې څوک هم په افغانستان کې پټ دي، ښه به دا وي چې داسې ټول [وسله وال] خپلو خپلو هېوادونو ته ستانه شي."

له دې وړاندې په تېرو وختونو کې افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی و چې افغان طالبانو ته يې پټنځايونه ورکړي، د هغوی روزنه کوي او وروسته يې افغانستان ته د جنګ لپاره ورلېږي، خو اسلام اباد همېش دا تورونه رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG