د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي حکومت د خیبر پښتونخوا امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي


بلاول بوټو زرداري د جون په ۱۷مه په سوات کې جلسې ته د وینا په مهال.
بلاول بوټو زرداري د جون په ۱۷مه په سوات کې جلسې ته د وینا په مهال.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشربلاول بوټو زرداري ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې لا هم "د ترهګرۍ خطر موجود" دی.

نوموړي د جون پر ۱۷مه په سوات کې ولسي غونډې ته وويل چې په خيبر پښتونخوا او په تېره بیا په سوات کې په امنيتي حالاتو اندېښمن دی او که ضرورت پېښ شو نو د وسلوالو خلاف عمليات هم کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزیر د سوات اوسېدونکو ته وویل، ''موږ به ستاسو په امنيت هېڅکله سودا و نه کړو. موږ به د ترهګرو مقابله کوو. چې څه هم له موږه کېږي، هغه به د خپلې بهرنۍ تګلارې په رڼا کې کوو. په افغانستان کې [د طالبانو حکومت] هم امن غواړي او ورسره خبرې رواني دي.''

بلاول بوټو زرداري تر دې مخکې هم ویلي دي چې په افغانستان کې مېشت وسلوال په پاکستان کې بریدونه کوي خو د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي د سوات جلسې ته په وینا کې زیاته کړه چې د سيمي پرمختګ لپاره امنيت اړين دی.

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي. د وسلوالو په حملو کې ګڼو ولسي وګړو، قومي مشرانو او پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سوات اوسېدونکو په وروستيو کې په بیا بیا دعوه کړې چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشرانو پر حکومت غږ کړی چې وسلوال بیا منظمېدو ته پرې نه ږدي.

حکومت وايي، سوات ته یې اضافي سرتېري استولي دي. پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي اقداماتو او هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG