د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ څېړنيزه اداره: افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره پاکستان کې ناامني زیاته شوې


پاکستان د ۲۰۲۳ز کال په پیل کې د ناامنۍ د پېښو شاهد وو ـ انځور له ارشیفه.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال په پیل کې د ناامنۍ د پېښو شاهد وو ـ انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز د مې په ۳۰مه په خپل یو رپورټ کې ویلي، له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې ۷۳ سلنه زیاتې شوي دي.

ادارې په خپل رپورټ کې دا هم ویلي چې د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې څخه د ۲۰۲۳ ز کال تر اپرېل میاشتې پورې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او په یو شمېر سیمو کې د وسلوالو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوې دي.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیز د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، پاکستان باید خپلې امنیتي مسلې خپل لومړی کار وګڼي.

هغه زیاته کړه، "د وسلوالو ډلو د فعالیتونو تر زیاتېدو وروسته پاکستان دا ویلي ول چې دوی به دغه مسله په سیاسي سطح له افغانستان سره څېړي، په سفارتي سطح به هم له طالب چارواکو سره پر دې مسله او پر حل لارو يې خبرې کوي، او درېيم دا چې د پولې د امنیت په اړه به هم یوه پالیسي جوړوي او د یو بل د خاورې احترام به کوي."

نذیز وویل، داسې ښکاري چې هغه خبرې عملي شوي نه دي چې له وجې یې پر افغانستان هم اغېز دی او په پاکستان کې هم امینت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز په خپل وروستي رپورټ کې دا هم ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په پېښو کې ۹۲ سلنه او په بلوچستان ۸۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د رپورټ ترمخه په تېرو ۲۱ میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې هم امنیتي حالات خراب شول، هلته د ناامنۍ ګڼې پېښې مخې ته راغلي.

د مشال راډیو د معلوماتو پر اساس یوازې په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر اوسه په وسلوالو او هدفي بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ګڼ نور پکې ژوبل شوي دي. د شمالي وزیرستان یو اوسیدونکی محمد ظاهر مشال راډیو ته وایي چې د دوی په سیمو کې خلک د ناامنۍ له ستونزې پرته بله خبره نه کوي. مسلې نه علاوه بله خبره نه کوي.

نوموړی وایي، "زموږ ټول ولس د امنیت مسله مهمه ګڼي. زموږ په حجرو او جوماتونو کې بله خبره نه وي بغیر له امنیته. زموږ د خلکو د خپلو کاروبارونو نه زړونه تور شوي دي. زیاتره خلک غواړي چې نورو ښارونو ته کډه شي او هلته خپل ژوند په امن کې تېر کړي.''

زموږ په حجرو او ججوماتونو کې بله خبره نه وي، بغیر له امنیته
محمد ظاهر

په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ يوشمېر پېښې وشوې چې پکې د پولیو کېمپين پر ساتونکو، پولیسو، پوځ او ملیشه ځواکونو وسلوال بریدونه شامل دي.

د روان کال د جنورۍ پر ۳۰ مه د پېښور د پولیس لاین پر جومات په برید کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور پکې ژوبل شول. هغه برید په وروستیو ۲۱ میاشتو کې تر ټولو خونړی وو چې زیاتره ګڼو پولیسو او عادي خلکو ته يې مرګژوبله واړوله.

د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی
د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی

په اسلام اباد کې د سیمه یيزو مطالعاتو د مرکز استاد پروفېسر عارش الله خان د جون په لومړۍ نیټه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو یوازینۍ وجه په افغانستان کې طالبان په واک کې راتلل نه دي.

هغه زیاته کړه، "د دې ځینې نور محرکات هم دي. د دې تړاو د پاکستان له حالاتو سره هم کیېدای شي او ځینې نورې مسلې هم دي چې له وجې یې امنیتي حالات د خرابېدو خوا ته روان دي."

د دې وجه یوازې د افغانستان مسله او یا هلته د طالبانو واک ته رسېدل نه دي بلکې د دې ځینې نور محرکات هم دي.
عارش الله خان

د شمالي وزیرستان یو سیاسي فعال عابد وزیر مشال راډیو ته وایي چې امنیتي او حکومتي چارواکي یې د امنیت مسلې ته پوره پام نه کوي.

هغه زیاتوي، "دلته ولس داسې فکر کوي چې حکومت او پوځ یې د امنیت مسلې نه هواروي، دوی په سیاسي مسلو کې ښکېل دي. پرمختیایي کارونو کې هم مسلې جوړوي او حتا چې په جرګو کې هم کار لري، او مهمه مسله چې د امنیت ده، هغه راته نه هواروي."

بل خوا د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو په بیا بیا دا ویلي دي چې دوی د سیمې امنیت ته پوره پام کوي او د وسلوالو ډلو د بیا فعالېدو مخه به نیسي. هغوی وايي د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د وسلوالو خلاف د لټون عملیات هم روان دي.

د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز دا رپورټ په داسې حال کې خپور کړی چې په پاکستان کې سیاسي جنجالونه روان دی، اقتصادي مسلې او ګراني زیاته شوې او په سوات، بنو، باجوړ، مومندو، وزیرستان او د لکي مروت په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ناامنۍ د پېښو خلاف او د وسلوالو د بیا فعالېدو پرضد ولسي پاڅونونه هم ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG